د افغانستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې پرون شنبه دوهمه لوبه ترسره سوه، چي افغان لوبډلي ویسټ انډیز ته په ۴۱ منډو توپیر سخته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د افغان لوبډلي الراونډر لوبغاړي کریم جنت خورا ښه توپ اچونه وکړه. هغه په څلورو آورونو کي د کمو منډو په ورکولو سره د مقابلي لوبډلي ۵ لوبغاړي وسوځول او افغانستان ئې بریا ته ورساوه.
د پرونۍ لوبي پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او د توپوهني پریکړه ئې وکړه.
افغان ټیم په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ انډیز ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکی.
حضرت الله ځاځي ۲۶، کریم جنت ۲۶، ګلبدین نایب ۲۴، نجیب الله ځدران ۲۰، او رحمن الله ګربز بیا ۱۵ منډي د افغان لوبډلي لپاره جوړي کړې.
د ویسټ انډیز لپاره ۳ لوبغاړي ویلیمس وسوځول، خو دوې ـ دوې ویکیټي بیا جیسن هولډر او کیمو پاول واخیستلې.
کله چي د ویسټ انډیز لوبغاړي د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سول د افغان توپ اچونکو لخوا ئې د زیاتو منډو جوړولو مخه ونیول سوه.
د دې هیواد لوبغاړو په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۶ منډي جوړي کړې او د ۴۱ منډو په توپیر ئې د افغانستان څخه سخته ماته وخوړه.
په دې لوبډله کي یوازي ویکیټ ساتونکي دینیش رامدین ۲۴ منډي جوړي کړې، خو نور ټول لوبغاړي ونه توانېدل، چي تر ۱۴ منډو زیاتي جوړي کړي.
د افغان لوبډلي لپاره په توپ اچونه کي کریم جنت ۵ ویسټ انډیزي لوبغاړي وسوځول، خو نوین الحق، راشدخان او ګلبدین نایب بیا یوه ـ یوه ویکیټه واخیسته.
اوس د افغانستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه لومړۍ ویسټ انډیز، خو دوهمه بیا افغانستان وګټله، چي په دې سره اوس لړۍ یو ـ یو مساوي ده.
دا دوه هیوادونه به د لړۍ په وروستۍ لوبه کي نن یکشنبه ماښام ۶ بجې یو د بل په وړاندي ولوبیږي.
افغان او ویسټ انډیزي لوبغاړو تر دې مخکي د ۳ یو ورځنیو لوبو لړۍ هم ترسره کړه، چي هغه ویسټ انډیز درې پر صفر وګټله.