افغان فوټبال لوبډلي د هند سره لوبه مساوي کړه!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله پرون پنجشنبه ماښام په خپل کوربتوب د تاجکستان هیواد په دوشنبې ښار کي د هند فوټبال ملي لوبډلي سره ولوبېده، چي لوبه یو ګول په مقابل کي د یو ګول په مساوي ډول پاي ته ورسېده.
یاده لوبه چي تر ډېره د افغان لوبغاړو په واک کي وه، د لوبي په لومړۍ نیمایي کي افغان لوبډلي ۱ ګول د هند ملي لوبډلي ته ورکړ.

کله چي دوهمه نیمایي پیل سوه هند ملي لوبډلي د ګولوهني لپاره لا خپلي هڅي زیاتي کړې، خو افغان لوبغاړو هندۍ لوبډله دې ته پرینښوده چي د لوبي تر ۹۱یمي دقیقې پوري ګولوهنه وکړي.
وروسته د لوبي په اخیري شېبو ۹۲یمه دقیقه کي هند ـ افغانستان ته د کارنر له لاري ګول وواهه.

پرونۍ لوبه د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د آسیا ملتونو جام ته د لاري پيداکولو په موخه ترسره کیږي، چي په دې سیالیو کي دا د افغانستان څلورمه لوبه وه.
افغانستان په دې سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه قطر ته ۶ ګولونه پر ۰ وبایلله، په دوهمه لوبه کي ئې بنګله دېش ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه، خو په درېیمه لوبه کي ئې بیا د عُمان څخه ۳ ګولونه پر ۰ سخته ماته وخوړه.

افغان لوبډله تر هند وروسته په دې ټورنمنټ کي خپله پنځمه لوبه راتلونکې سې شنبه د قطر هیواد په وړاندي ترسره کوي.
افغان فوټبال لوبډله د دې سیالیو په ۵ ګروپ کي د قطر، بنګله دېش، عمان او هند لوبډلي سره شتون لري.

په یاد ګروپ کي قطر لومړی، عمان دوهم، افغانستان درېیم او بنګله دېش بیا څلورم ځای لري.