ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربتوب هند هیواد کي د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې پرون پنجشنبه لومړۍ لوبه ترسره سوه، چي افغان ټیم د ۳۰ منډو په توپیر د ویسټ انډیز څخه ماته وخوړه.
د یادي لوبي پچه افغان لوبډلمشر راشدخان وګټله او د توپ اچوني پرېکړه ئې وکړه.
ویسټ انډیز په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.
د ویسټ انډیز لپاره ایون لیویز ۶۸، کیرون پولارډ ۳۲، هیتمایر ۲۱ او دینیش رامدین بیا ۲۰ منډي جوړي کړې.
د ویسټ انډیز دوه لوبغاړي ګلبدین نایب، خو مجیب الرحمن، راشد خان او نوین الحق بیا یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
کله چي د افغانستان ملي لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه په ټاکلو ۲۰ آورونو کي ئې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۴ منډي جوړي کړې او په دې سره ئې په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي په ۳۰ منډو له ویسټ انډیز څخه ماته وخوړه.
په یاده لوبه کي مجیب ځدران ۲۷، اصغر افغان ۲۵، فرید ملک ۲۴ او حضرت الله ځاځي بیا ۲۳ منډي جوړي کړې.
د ویسټ انډیز لپاره درې لوبغاړي ویلیمس، دوه ـ دوه لوبغاړي هیډین والیش او کیرون پولارډ، خو کوټریل او هولډر بیا یو ـ یو افغان لوبغاړی وسوځاوه.
د افغانستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه شل آوریزه لوبه سبا شنبه او درېیمه شل آوریزه لوبه بیا بل سبا یکشنبه ترسره کیږي.
دا دواړي لوبي ماښام ۶ بجې پیلیږي.
افغان لوبډلي تر دې مخکي د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ ویسټ انډیز ته درې پر صفر بایللې.