که غواړئ لکه ماشوم ښه خوب ولرئ؛ دا ۱۲ اسانه لارې وازمايئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

بي خوبي په افغانستان او د نړۍ په ګڼو نورو سیمو کې اوس په یوې جدي مسلې او سرخوږي بدله شوې.
موږ دلته د څیړونکو له قوله، دولس مهمې طبعي لارې چارې در په ګوته کوو، چې که ويې ازمايئ، لکه ماشوم ښایسته خوب به ولرئ.
۱ـ په تړمو اوبو ولامبئ.
بسترې ته له تلو مخکې په تړمو اوبو ولامبئ. دا د یو تمرین په څیر دی، چې ستاسې وجود ته ارامش ورکوي. په تړمو اوبو له لامبلو وروسته سم دلاسه، په کټ کې پریوځئ او له خوب څخه خوند واخلئ.
۲ـ خپلې پښې په تړمو اوبو کې کیږئ.
له ویدو کیدو مخکې خپلې پښې د تړمو اوبو څخه په ډک تش کې د څو دقیقو لپاره کیږدئ. دا به ستاسې د پښو عضلات او انساج ارام کړي. که په اوبو کې یوه کاشوعه مالګه واچوئ، لا به ښه شي. دا کار د پښو دردونه کموي او پوټکی هم روغ ساتي. که یوه دوه څاڅکې غوړي هم ورواچوئ، ښه خبره ده. دا چاره د ښه خوب سره مرسته کوي.
۳ـ له ویدو کیدو څخه سمدستي مخکې مه هم څه خورئ او مه هم څه څښئ.
د شپې ناوخته له ویدو کیدو سمدستي مخکې ډوډۍ خوړل او یا هم ناشته کول ستاسې د هاضمي سیستم فعالوي او ستاسې خوب خرابوي.
۴ـ خپل د خوب ځای راحت وساتئ.
د خپلې خوب خونې د حرارت درجه، روښنايي، او غالمغال کنټرول کړئ، څو د خوب ارام ځای ولرئ.
۵ـ کافین ډیر مه څښئ. کوښښ وکړئ، چې کافي، او ټول هغه څښاک کم کړئ، چې کافین لري.
۶ـ له ویدو کیدو مخکې ښې خاطرې درپه یاد کړئ.
خوب ته له تلو مخکې منفي فکرونه مه کوئ؛ بلکې په ځای يې ښایسته او ښې خاطرې در په زړه کړئ او ویده شئ.
۷ـ خوب ته له تلو مخکې هیڅ ډول نشه مه کوئ. دا کار تاسې د شپې تر ناوخته ویښ ساتي او ستاسې خوب ګډوډوي.
۸ـ د ورځې خوب مه کوئ.
د ورځې اوږد خوب ستاسې د شپې خوب ګډوډوي. د ورځې له مخې ډير خوب مه کوئ. اما که ډیر ستړي يۍ، یواځې د یو ساعت څخه کم وخت لپاره ویده شئ.
۹ـ د شپې له مخې یو ګیلاس شیده وڅښئ.
له ویدو کیدو مخکې لږ شات د یو ګیلاس شیدو سره ګډ کړئ او ويې څښئ. دا کار په ښه خوب کې له تاسې سره مرسته کوي.
۱۰ـ د خوب منظم مهال ویش جوړ کړئ.
د ښه خوب لپاره یو اړین شرط دا دی، چې هره شپه په یوه وخت ویده شئ او په یوه وخت پورته شئ. که د شپې هر څومره ستړي وۍ، خو سهار په خپل وخت پاڅیږئ. آن د رخصتۍ په ورځ هم تر ناوخته مه ویده کیږئ.
۱۱ـ خوب ته له تلو پوره یو ساعت مخکې ټول ډیجټلي وسایل بند کړئ.
کله چې ویده کیدئ، پوره یو ساعت وړاندې موبایل، کمپیوټر، ټلویزون او نور ډيجټلي وسایل بند کړئ. ددې په ځای یو کتاب راواخلئ او لوستل يې پیل کړئ، څو همداسې ویده شئ.
۱۲ـ ساعت له خپلې مخې لرې کړئ.
کله چې ویده کیدئ، خپل لاسي او دیوالي ساعت له ځانه لرې کړئ. ځکه کله چې تاسې هره لحظه ساعت ته ګورئ او خوب مو نه وړي، نو په تشویش کیږۍ، چې له همدې سره ستاسې خوب نور هم تښتي.