افغان ښځینه والیبال ملي ټیم بنګله دېش ته ولاړ.

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د ښځینه والیبال ملي لوبډله د آسیا په مرکزي سیالیو کي د ګډون په موخه پرون چهارشنبه بنګله دېش هیواد ته ولاړه.
دې لوبډلي تر سفر مخکي د افغانستان المپیک ملي کمېټې او بدني روزني رئیس حفیظ الله ولي رحیمي سره وکتل.
رحیمي په یاده کتنه کي ټولو لوبغاړو ته سپارښتنه وکړه، چي په یادو سیالیو کي ښه په میړانه ولوبیږي.
inbound4545121751077041297 افغان ښځینه والیبال ملي ټیم بنګله دېش ته ولاړ.
د ښځینه وو ترمنځ د آسیا د دې مرکزي سیالیو دا لومړی پړاو دئ، چي راتلونکې شنبه د بنګله دېش هیواد په کوربتوب پیلیږي او ۵ ورځي به دوام وکړي.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون قرغزستان، مالدیف، نیپال او بنګله دېش هیوادونو څخه ښځینه لوبغاړي لوبیږي.
د افغانستان د بدني روزني ریاست وایي، چي افغان لوبډله به څلور لوبي د بنګله دېش، نیپال، مالدیف او قرغزستان په وړاندي ترسره کړي.
inbound5842505007712847271 افغان ښځینه والیبال ملي ټیم بنګله دېش ته ولاړ.
د یاد ریاست د معلوماتو په اساس افغاناني خپله لومړۍ لوبه راتلونکې یکشنبه د بنګله دېشیانو په وړاندي ترسره کوي.
افغان ښځینه والیبال لوبډلي تر دې مخکي د تمرینونو او تمریناتي لوبو لپاره هندوستان او تاجکستان هیوادونو ته سفرونه کړي، خو دا لومړی ځل دئ، چي په یو داسي رسمي ټورنمنټ کي د ګډون په موخه بنګله دېش ته سفر کوي.