فوټبال: افغان ۱۹ کلن ټیم د عربستان سره خورا ښه لوبه ترسره کړه!

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان فوټبال ۱۹ کلنه ملي لوبډله پرون په آسیا کي د تکړه هیواد عربستان ۱۹ کلني ملي لوبډلي په وړاندي ولوبېده، چي د پینالټۍ په واسطه عربستان په ډیري سختۍ سره یو ګول پر صفر افغانستان ته ماته ورکړه.
افغان لوبډلي تکړه سیاله لوبډله پرېنښوده، چي په لومړۍ نیمایي کي ګولوهنه وکړي، خو د دوهمي نیمایي په ۴۹تمه دقیقه د عربستان لپاره احمد حازم د پینالټۍ په واسطه ګولوهنه وکړه او لوبه په همدې نتیجه پاي ته ورسېده.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي دا لوبه د ۲۰۲۰م کال د آسیا اتلولۍ سیالیو ته د لاري پيداکولو په موخه ترسره سوه، چي په دې سیالیو کي دا د افغان لوبډلي لومړۍ لوبه وه.
د ۲۰۲۰م کال آسیا اتلولۍ لوبو ته لاري پیداکولو په موخه دا لوبي د عربستان هیواد په الخبر ښار کي پرون چهارشنبه پېل سوې او ۴ ورځي دوام کوي.
په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون د آسیا د ۴۶ هیوادونو څخه لوبډلو ګډون کړی.
په یادو سیالیو کي افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله په شپږم ګروپ کي د عربستان، ازبکستان او هند هیوادونو سره شتون لري.
افغانستان خپله دوهمه لوبه سبا د جمعې په ورځ د ازبکستان په وړاندي او درېیمه لوبه بیا راتلونکې یکشنبه د هند ۱۹ کلني ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کوي.

دا دواړي لوبي د عربستان الخبر ښار په شهزاده سعود بن جلوي فوټبال لوبغالي کي ماښام ۵:۳۰ بجې پیلیږي.
افغان لوبډلي دې سیالیو ته کابل کي دوه میاشتنی تمریناتي کمپ ترسره کړی، چي پوره چمتوالی ورته لري.