کابل کي د وزن پورته کولو ټاکنیزي سیالۍ پاي ته ورسېدې.

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: صابر حميدي
تېره یکشنبه په کابل ولایت کي افغانستان ملي ټیم ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د وزن پورته کولو سیالۍ پيل سوې وې، چي په لسګونه لوبغاړو پکښي ګډون کړی وو.
د افغانستان اُلمپيک ملي کمېټې پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي د وزن پورته کولو په دې سیالیو کي د کابل په ګډون د هیواد د لسو ولایتونو څخه ۱۲۰ تنو لوبغاړو ګډون کړی وو.
75328617 2375678202742634 7935326106586972160 n کابل کي د وزن پورته کولو ټاکنیزي سیالۍ پاي ته ورسېدې.
پر یاده فیسبوک پاڼه لیکل سوي، چي یادو ۱۲۰ تنه لوبغاړو په ۱۰ بیلابیلو وزنونو کي د لویانو او ځوانانو په برخه کي یو د بل په وړاندي سیالۍ ترسره کړې.
74586585 2375679726075815 4712464423845888000 n 768x512 1 کابل کي د وزن پورته کولو ټاکنیزي سیالۍ پاي ته ورسېدې.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د یادو سیالیو په لړ کي د کابل، هرات، جوزجان، کندز او بغلان ولایتونو څخه لوبغاړو ښه مقامونه خپل کړي.
75022604 2375687949408326 3078453122629107712 n91 768x512 1 کابل کي د وزن پورته کولو ټاکنیزي سیالۍ پاي ته ورسېدې.
د افغانستان د وزن پورته کولو فدراسیون وايي، چي د یادو سیالیو په پای کښي د افغانستان وزن پورته کولو ملي ټیم ته ۶۰ لوبغاړي غوره سول.
یاد فدراسیون وايي، چي غوره سوي لوبغاړي د لویانو او ځوانانو دواړو برخو کي وه.
یادي لوبي درې ورځنۍ وې، چي تېره یکشنبه پيل سوي وې او پرون سې شنبه پاي ته ورسېدې.