فوټبال فدراسیون راتلونکو لوبو ته لوبډله اعلان کړه.

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د رواني نومبر میاشتي په ۱۴مه د ایران او په ۱۹مه نېټه بیا د قطر ملي لوبډلي په وړاندي لوبي لري.
دا لوبي د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د آسیا ملتونو جام ته د لاري پيداکولو په موخه ترسره کیږي، چي په دې سیالیو کي دا د افغانستان څلورمه او پنځمه لوبه ده.
افغانستان په دې سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه قطر ۶ ګولونه پر ۰ وبایلله، په دوهمه لوبه کي ئې بنګله دېش ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه، خو په درېیمه لوبه کي ئې بیا د عُمان څخه ۳ ګولونه پر ۰ سخته ماته وخوړه.

د هند او قطر هیواد په وړاندي یاد دوو لوبو ته افغان فوټبال فدراسیون د یکشنبې په ورځ ۲۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
یاده ۲۵ کسیزه لوبډله کي قیس وهاب، اویس عزیزي، او احمد فیصل حمیدي ګول ساتونکي.
حسن امین، فرزاد عطایي، ډیویډ نجم، شریف محمدي، اسلام امیري، عبدالنجم حیدري، ذوالفقار نظري او اُمید پوپلزی دفاعي لوبغاړي.
فرشاد نور، آدم نجم، فیصل شایسته، مصطفی آزاد زوی، رحمت الله خیرخواه، نورالله امیري، محمد تمیم رحیمي، نور حسین، خیبر اماني، زبیر امیري، جبار شرزه او فرید سادات د مرکزي او بریدګري برخي لپاره غوره سوي.

ټاکل سوې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله سبا د چهارشنبې په ورځ تاجکستان هیواد ته ولاړه سي، چي د ایران په وړاندي تر لوبي مخکي هلته ۶ ورځني تمرینونه ترسره کړي.