په هندوستان کې پوهنتون لوستل کومه لویه خبره نه ده. هر کور لږ تر لږه دومره تواني لري، چې په خپلو اولادونو د لسانس، ماسټرۍ او ان د پي ایچ ډي تر کچې پورې زده کړې وکړي.
خو د هندي سینما (بالیووډ) یو شمیر نوموتي ستوري آن د لسانس سند (ډیګري) هم نه لري. ځینو خو آن د پوهنتون مخ هم نه دی لیدلي او یو شمیر نورو يې بیا کالج په نیمايي کې پریښی دی.
دلته يې څو مشهور هغه له تاسې سره شریکوو:
۱ـ عامر خان:
عامر خان چې په بالیووډ راج چلوي او د (دنګل) په څیر د تاریخي ریکارډ جوړنکي فلم ستوری دی، یواځې تر دولسم ټولګې يې زده کړې کړي دي.
هغه له کوچنیوالي له اداکارۍ سره مینه وه او چې څنګه له ښوونځي فارغ شو، له خپل کاکا (ناصرحسین) سره يې د مرستیال ډاریکټر په توګه کار پیل کړ.
۲ـ ډیپیکا پاډوکون:
ډیپیکا پاډوکون اوس نه یواځې چې د بالیووډ د فلمونو لپاره مشهوره ده، بلکې د هالیووډ په پرده هم نوم لري. هغه د خپلې ښې اداکارۍ او ښه صورت له امله ګڼ مینوال لري.
خو چې که خبره د سبق شي، نو یواځې يې تر دولسم ټولګي زده کړې کړې دي.
نوموړې په ځوان عمر کې سینما ته راغله او پاتې سبقونه يې پریښوده. دې پریکړې ان ددې کورنۍ خپه کړه، ځکه هغوې غوښتل، چې ډیپیکا مخکې نور سبق هم ووايي.
۳ـ سلمان خان:
سلمان خان چې د بالیووډ بهايي (ورور) يې بولي، کالج يې په نیمه کې پریښود. هغه د حقوقو په برخه کې زده کړې پیل کړې، خو په نیمه کې يې پریښودې. هغه اوس د لسانس سند نه لري.
د سلطان په څیر د وتلو فلمونو جوړونکی دی.
۴ـ ایشورا رای بچن:
ایشورای بچن چې د نړۍ د ښکلا ملکه ده او د بالیووډ وتلې ستورې ده، د کالج څخه د فراغت سند نه لري. هغې کالج پریښود او ماډلینګ يې پیل کړ. بیا له هغې ورسته د نړۍ د ښکلا ملکه شوه او اوس په بالیووډ کې ځان ته خاص ځای لري.
۵ـ اکشی کومار:
اکشی کوما نه یواځې ښه اداکار دی، بلکې یو ښه اشپز او جکړه مار هم دی. هغه په فلمونو کې د هر ډول رول لپاره مناسب دی او د همدې له امله ډیر مشهور هم دی.
هغه د ممبيي کالج په نیمه کې پریښود، او سینما ته راغی.
۶ـ پرینکا چوپړا:
پرینکا چوپړا، چې له بالیووډه ډیره په هالیووډ کې مشهوره ده، مکتب يې په امریکا او هند کې لوستی دی، خو کالج يې تمام نه کړ. هغې که څه هم غوښتل، چې د جرمي ارواپوهنې په برخه کې زده کړې وکړي، خو ونه توانیده. هغې له ماډلینګ سره شوق درلوده او خپل سبقونه يې ترې قربان کړل.
۷ـ کریشمه کپور:
کریشمه کپور د ۹۰ یمو کلونو وتلی سینمايي ستورې ده. نوموړې ان شپږم ټولکی هم خلاص نه کړ. شپاړلس کلنه وه، چې لومړی فلم (پریم قیدي) يې خپور شو.