- لېکنه: هیري فورډ
- ژباړه: غازي عابد
ځیني وختونه هیڅ خبره هم نه وي، خو موږ له ویرې په ډک حالت کې یوو او یا مو وضعیت خراب او بې ګټې وي. ځان پسې پښې څښوو (راکاږو)، بې حرکته یوو او خپل لرلید او د خوښۍ او پرمختګ ارمانونه مو له لاسه ورکړي وي. نو دداسې حالاتو سره د مخ کیدو پرمهال موږ بیا هڅه کوو چې په داسې لارو چارو سره عکس العمل وښیوو، څو یې مقابله وکړو.
دا چې په دا شرایطو کې به بیا هغه کومې لارې چارې وي، څو ترې په استفادې په پښو ودریږو او خپل حالت بدل کړو، دلته یې په اړه ځیني مهم وړاندیزونه او لارې لرو:
۱- یو ډول ورزش وکړئ
ورزش یا سپورټ یوه تر ټولو چټکه او تیزه لاره ده چې تاسې عادي کولی شي، ځکه له دې سره مو مکمل وضعیت او طبعیت تغیر کوي، له یوه حالته مو بل ته بدلوي او ورسره مو وجود کې خوښي پنځونکي هورمونونه زیاتیږي.
همداراز له ورزش سره درته یو ډول انګیزه درکول کیږي چې له نړۍ باید ګټه واخلم او یا داسې احساس به وکړي چې لږ تر لږه دا بد وضعیت در نه هیر کړي.
۲- لنډ وخت لپاره ویده شه
که چیرته ته ډیر زیات ستومان یا ګډوډ یې، ورزش نه شې کولې، بیا نو یو شیبه وېده کیدل به درته ښه لاره او طریقه وي، تر پنځلس یا شلو دقیقو پورې استراحت مو بیرته ریفریش یا بیا تازه کولی شي.
یوازې دا ګټه نه بلکې کله چې موږ ویده شو، نوې نظریې، ځیرکتیاوې، او بلابیلې حل لارې چارې زموږ په پټ مغز یا پټ شعور کې د خوب پرمهال رامخته کیږي او ذهن کې مو ځای نیسي.
۳- کله ناکله ښه ده چې ارامه موسیقي واورئ او یا چیرته لرې د اوبو پر غاړه، یا یوې سمسورې سیمې کې طبیعي زمزمو ته غوږ شئ. دا چاره مو هم وضیعت بدلولی شي.
۴- دمه وکړئ او یو پایله چای یا کاپي وڅښئ
په اکثرو کارځایونو کې د چای یا کافي لپاره دمه کول یو ډول جبري شوي دي، البته که چیرته څوک د چای یا کافي څښلو ته اړتیا هم ونه لرې، خو دا وقفه یې تازه کوي او فکر و مغز دمې ته پریږدي، چې له دمې وروسته بیا کارونه هم ښه په منظم ډول سره ترسره کولی شئ.
۵- په مثبتو خواوو تمرکز وکړئ
ځیني وخت کله چې په یوه پروژه یا شیانو باندې کار کوو او هغه کارونه سمه مخته نه ځي یا په ټوله کې بده ورځ وي، نو په داسې وخت کې بیا ځیني خلک منفي خواته ډیر میلان ښکاروي او پړه په ناوړه حالاتو او شرایطو اچوي.
داسې مهال بیا په ټولو هغو لارو باندې سترګې پټې کړي چې کار پرې کیدلی او ستونزه پرې ښه حلیدلی شي. دې وخت کې به غوره وي چې بیا تمرکز یا تاکید وشي، او دې ته پام وکړو چې څنګه ښه کیدلی شو، څومره کارونه مو تر اوسه کړي دي او څومره ډیر واټن مو وهلی دی، ځکه یو وخت داسې نه ووم. که مو داسې وکړل او تیر مو هم رایادکړل نو باوري خبره ده چې بیرته خپل حال او وضعیت بدل کړو او د ښه طبعیت خاوندان اوسو.
۶- له بل کس سره خبرې وکړئ
خپل احساس ملګرو او همصنفیانو ته تشریح کول یا ویل به هم د طبعیت او حالت د بدلون یو ډول معالجه وي. کله چې یو څوک له موږ سره همدردي یا زړه سوی ښکاره کوي، نو بیا داسې احساس کوو چې دا بوج یا پیټی یوازې پر ما نه دی، بلکې نور یې هم لري، خو هغوی مبارزه کوي او حل لارې لټوي.
درانګه هر کله چې له بل چا سره د یوې ستونزې په اړه غږیږو او مقابل کس هم همداسې احساس لري، نو دا حالت موږ ته د بیا پر پښو دریدو احساس او انګیزه راکوي، تر څو بې همته نه شو او خپل حال، وضعیت او طبعیت جوړ کړو.
۷- خپل طرف یا لار مو بشپړه بدله کړئ
ځینې وخت کې د طبعیت د خرابوالي یو لامل دا وي چې موږ په هماغه مشخصه لاره تګ کوو او هیڅ بدلون په کې نه راولو. په داسې وخت کې اړتیا ده چې باید بیلابیل لوري د تګ لپاره ولرو.
ښه لاره همدا ده چې هر څه کوو په مختلفو لارو طریقو یې ترسره کړو یا یې پرلپسې ډول سره باید ونه کړو.
مثلاً: که چیرته ته ټوله ورځ کمپوټر کاروې یا کمپيوټرکار یې؛ ددې کار په جریان کې ځنډ هم اخله، دکان ته لاړ شه، څه شی واخله، له ملګري سره ملاقت وکړه، د دفتر له بل کارکوونکي سره کیښنه ورسره خبرې وکړه، حتا تر دې چې بیت الخلا ته هم لاړ شه، ځکه کله چې ته مختلف شې، فکر دې بدل رابدل کړې او یوازې په یوځای کې پاتې نه شې، نو بیا خپل کار او دنده په ښه ډول سره اجرا کولی شي، ځکه وقفو اخیستلو او نورو کوچینو بدلونونو سره په فکري ډول سره تازه او نوی کیږې.
هېله ده پورتنۍ لارې چارې وکارئ، پر مټ به مو ژوند ښکلی، طبعیت ښه او کار و فعالیت بریالی وي.