ژباړه او زیاتونه: غازي عابد
۱- هغه څه چې لرۍ او په ژوند کې درسره شته؛ ارزښت ورکړئ، لکه ابتکار،
وړتیا، ملګري، خپل دوستان او نوي ملګري، کورني حیوانات…
۲- د نورو انسانانو هغه هڅوونه او تشویق چې تا ته یې درکوي، له ځانه سره نوټ یا یاداښت کړه؛ په دې کیسه کې مه اوسه چې ټوله نړۍ یا خلک دې باید تشویق کړي، ممکن همدا ستا ملګري ستا په ارزښت او اهمیت پوه شوي وي.
۳- په ژوند کې خپل ټول ملګري، کورنۍ، ښه صحت او نور هر څه باندې شکر ادا کړئ.
۴- که چیرته بد احساس کوئ؛ نو هڅه وکړئ چې دغسې وخت کې مو له ملګرو سره کیښنئ او ناسته پاسته وکړئ.
۵- که چیرته یوازې یا مجرد یاست؛ نو له خپلې دغې ازادۍ مو خوند واخلئ او په سم ډول یې وکاروئ، له بدو کارونو، ناوړه ګامونو او غلطو موخو ځان لرې وساتئ.
۶- خپل ځانته مو ډالۍ ورکړئ. ښه ډالۍ دا ده چې له منفي فکرونو ځان وژغورئ. ښه خویونه خپل کړئ او د تل لپاره مثبت ګرا او خوښمنده څیره ولرۍ.
۷- له هغو خلکو سره کیښنئ او پاڅئ چې هغوی هڅوونکي وي. تل ستاسې هڅوونه او لارښوونه کوي؛ لکه علمي اشخاص. مثلاً: عالمان، ښوونکي، استادان، نیک خلک او په ټوله کې د ښې مشورې او مثبت فکر لرونکي خلک.
۸- تل خوشبین او خوښ اوسئ. کارونه او چارې مو په خوشبینۍ ترسره کوئ. د کار پیل هم په خوشبینۍ وکړئ او پای یې هم، ځکه هغوی چې خوشبین او هیله من نه وي، تل وروسته پاتې او له کړاوونو سره مخ وي.
۹- په ملګرتیا کې ډیر دقیق او ځیر اوسئ؛ ځکه که له غلطو خلکو سره مو ملګرتیا شوه، ستاسې احساس، فکر او د ژوند پلان در وژني.
۱۰- حوصله ناک، صبرناک، زړور او روښان فکره اوسئ؛ ځکه هغوی چې داسې ژوند یې خپل کړی؛ تل یې ډیر ملګري موندلي، له ژونده یې خوند اخیستی او په ټولنه کې یې مهم ځای نیولی دی.