
ليکنه: مدثر دعوت
پرون د افغانستان کريکټ بورډ د غوراوي کميتې د ويسټ انډيز د سفر لپاره سکواډونه اعلان کړه.
د کريکټ بورډ له لوري د یو ورځنيو او ۲۰ اووريزو لوبو د سکواډونو تر اعلان وروسته د خلکو او کريکټ لوبغاړو نيوکي تربل هر وخت ډيري دي.
پداسي حال کي چي د غازي امان الله خان په نوم سيالۍ او د شپږيزي کريکټ ليګ هم پایته ورسيدی خو تر ټولو مهم لوبغاړي يې د ویسټ انډيز د سفر لپاره ندي انتخاب سوي،چي د هغو له ډلي څخه يو هم منير کاکړ دی.
منير هغه لوبغاړی دی چي د غازي امان الله خان په نوم ټورنمينټ په يو ورځنيو لوبو کي ۱۰۰۰ ترټولو تيزي منډي پوره کړلې پداسي حال کي چي د افغانستان کريکټ ډير باتجربه لوبغاړي هم لري خو دمنير دا لاسته راوړنه په يوازي ۲۳ لوبو کي ده.
اوس منیرکاکړ چي ډير انتظار يې هم وکړ بیا هم د ویسټ انډيز په وړاندي هيڅ سکواډ لپاره نسو انتخاب.
منير احمد پر خپلي فیسبوک پاڼي ليکلي مجبور دی چي نور کريکټ پريږدي.
نوموړی تير کال هندوستان ته هم په تمريناتي کمپ کي واخيستل سو په تمريناتو کي يې هم ترهيڅ ځوان لوبغاړی کمه کارګردګي نه ده ښودلې،په اسياجام کي واخيستل سو خو يوازي يې د ننداره چيانو په څير د لوبي شپږيزي او ويکټي حسابلې.
منير څه وخت وړاندي يوې هندي کمپنۍ پداسي حال کي سپانسر کړ چي هيڅ نړيواله لوبه یې نده کړې خو د وړتيا پر اساس يې د ټولو ورزشي سامانونو مصرف پرخپله غاړه واخیست،خو کریکټ بورډ ورته لاهم چانس ندی ورکړی.
د غوراوي کميتې نوي مشر انډي مولز ويلي وه چي هغه لوبغاړو ته به چانس ورکوي چي وړتيا ولري خو ايا انډي مولز اوس د سترګو ناروغي لري که د يوې مشخصي کړۍ تر تاثر لاندي راغلی دی؟!
تر اوسه د کريکټ بورډ غوراوي کميټه د منير کاکړ او نورو مستحقو لوبغاړو لپاره قناعت بخش دليل نلري.