راشد خان وايي، د اضغر او شهزاد نشتون کې هر څه سر چپه شول

سپینه تجريدي ډیزاین

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سرپرست لوبډلمشر راشد خان وايي، د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې یې د لوبډلمشر اضغر ستانکزي او د توپ وهنې برید کوونکي شهزاد په بایللو سره افغان لوبډله کمزورې شوه او هر څه د توقع خلاف ترسره شول.
د افغانستان او هانګ کانګ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو په لړ کې د افغان لوبډلې د ماتې خوړولو وروسته راشد خان په ویډوي مرکه کې وویل، د غوراوي جام سیالیو وړاندې یې لوبډلمشر د لاسه ورکړ او بیا ورته د شهزاد محمد نشتون په زیان تمام شول او لوبډله د ماتو سره مخ شوه.
د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اضغر ستانکزی د اپنډیکس عملیات د ترسره کولو له کبله د ټول ټورنمنټ او شهزاد محمدي د زیمبابوې خلاف په سیالۍ کې د اصولو څخه د سرغړونې په صورت کې د دوه لوبو د بندیز سره مخ شو.
 
د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالیوپه لړ کې په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د سکاټلینډ، دویمې لوبه کې د زیمبابوې او دریمې سیالۍ کې په مسلسل ډول د هانګ لوبډلې څخه ماتې وخوړه، چې د ملي لوبډلې په دغه ډول لوبو ترسره کولو سره په کور دننه او بهر کې د کرکټ مینه وال خواشیني او د کرکټ بورډ پر چاروکو باندې په توندو نیوکو سره سر شول، ځکه چې په همدې ماتو سره د کرکټ نړیوال جام د مخکې تګ څخه ۹۰ سلنه بې برخې شول.
سرپرست لوبډلمشر راشد خان وویل، کوم ډول تمه چې د افغان لوبډلې څخه د تیرو دوه کلونو راهیسې د لوبیدو حالت په کتو سره کیده، هر څه برعکس شول او لوبډله د یو بل ډول حات سره مخ شوله، خو لا هم تمه لري، چې که د هانګ کانګ او نیپال سیالیو څخه د ترسره کیدو په وخت کې افغان لوبډله دویم پړاو ته د مخکې تګ چانس پیدا کړي.

که افغانستان په خپلې راتلونکې سیالۍ د نیپال څخه په لوړ اوسط لوبه خپله کړي او هانګ کانګ لوبډله په راتلونکو دوه لوبو کې د زیمبابوې او نیپال لوبډلو څخه ماتې وخوري؛ نو بل پړوا یا د سوپر سیکس مرحلې ته به د ورتګ چانس ولري، خو دا کار یو څه ستونزمن ښکاري.
افغان لوبډله په داسې مهال د کرکټ د دویمې درجې هېوادونو د لوبډلو څخه ماتې خوري، چې افغانستان ته په وروستیو کې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په موقت ډول بشپړ غړیتوب هم ورکړل شوی دی.

په ټولنیزه شبکه فیسبوک پاڼه کې بې شمیره د کرکټ څارونکي او مبصرین د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمیټه په پراخ فساد او لوبډله کې د رورو ګلوۍ په موضوعاتو کې ښکیله ګڼي.
دوي وایي، د کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمیټې په اوسنۍ کمیټه کې اړیکې پالل کیږي او با استعداده لوبغاړو ته پکې ځای نه لیدل کیږي.