لیکنه: بهار سمسور
هندوستان په خپل کوربه توب د جنوبي افریقا خلاف د دری ټېسټ لوبو لړۍ د ځان په نوم کړه، چې پکې په لومړي ځل د چینا مېن کولدیپ یادو پر ځای مسلمان شهباز ندیم چې چپ لاسی سپېن توپ اچونکی دی ورته د لوبیدو چانس ورکړل شو.
شهباز ندیم په دریمه ټېسټ لوبه کې د افریقایۍ لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.
ده وروسته تر لوبې له رسنیو سره په خبرو کې وویل؛ په لومړیو دریو توپونو ګزارولو سره وارخطا ؤ، خو وروسته خپل عادی حالت ته راغی او وځلیده.
ندیم چې ۱۵ کاله کریکټ او ۱۱۵ کورنۍ لومړی درجه لوبې يې تر سره کړې دي، د ملي لوبډلې د کېپ( خوالۍ) په تر لاسه کولو سره يې د هندي ملت لپاره کریکټ لوبه تر سره کړه.
شهباز ندیم وايي:
” کله چې ته ۱۵ کاله کریکټ وکړې، بیا نو ته دې ته پوره اماده يې، چې د شهار له شپږ بجو تر مازدیګر څلورو پورې کریکټ وکړې.
د ماسپښين دوه ــ دنیمې بجې لمونځ مې ادا کاو، چې مبایل ته مې زنګ راغی، تر لمونځ وروسته مې چې تلیفون ځواب کړ نو راته وویل شول، چې ته د ټېسټ لوبو لپاره په هندۍ لوبډله کې انتخاب شوی يې.”
د کورني کریکټ ستوری مسلمان شهباز ندیم زیاتوي:
“دا زما لپاره مهم سفر دی، ما د دې لپاره زیاته خواري او محنت کړي،د یو کریکټ لوبغاړي په صفت دا د هر چا یو خوب وي، چې پر تلویزیون يې لوبه وکتل شي، دا زما لپاره یو خوب و، چې زیات خلک به پر تلویزیون زما کارکردګي ګوري.”
شهباز ندیم زیاتوي؛ موږ تر دې مخکې د صوت افریقا خلاف الف لوبډله کې لوبیدلي و او د یو چپ لاسي توپ وهونکي په توګه دا راته ښه وه ، چې زه باید دا ويکټې واخلم.
ندیم د هندۍ لوبډلې لپاره په وروستۍ ټېسټ لوبه کې ولوبیده او دوه ویکټې يې تر لاسه کړې.