کال اف ډیوټي موبایل ګیم، د نورو ګیمونو ریکارډ مات کړ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د کال اف ډیوټي موبایل ویډیو ګیم په روانه میاشت کې ریلیز شوی، چې تر اوسه یې د ټولو موبایل ویډیو ګیمونو ریکارډ مات کړی.
د انډیپنډنټ د رپوټ له مخې، په اول د اکټوبر خپور شوی دغه ګیم په یوه اونۍ ۱۰ کروړه څخه زیات ډونلوډ شوی چې دا یو نوی ریکارډ دی.
د دې سربېره کال اف ډیوټي په تاریخ کې دا تر ټولو ښکلی ګیم شمېرل کیږي.
تر دې وړاندې دا ریکارډ د ماریو کارټ ټوور موبایل ګیم سره و، چې روان کال په سپټمبر میاشت کې لوبولو ته اماده شوی و.
په دویمه درجه ښکلو ګیمونو کې PUBG موبایل او فورټ نایټ شامل دي، پب جي تېر کال لانچ شوی وه چې په یوه اوونۍ کې یوازې ۲ کروړه او ۸۰ لکه وارې ډونلوډ شوی و او فورټ نایټ د ریلیز کېدو ۷ ورځې وروسته ۲ کروړه او ۲۵ لکه ځلې ډونلوډ شوی و.
کال اف ډیوټي موبایل ګیم د IOS  په واسطه یا I PHONE موبایلونو کې ۵ کروړه او ۷۰ کله کسانو ډونلوډ کړی.
حیرانوونکې خبره دا ده چې د دغه ګیم د خپرېدو په دریېمه ورځ د ۱۰۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې د ائ او ایس اپس په فهرست کې په لوړ مقام هم راغلی دی.
د یادولو ده چې د کال اف ډيوټي ویډیو ګیم په ۲۰۰۳ کال کې د ایکټیویژن په نوم د یوې کمپنۍ لخوا بازار ته وړاندې شو.
د دغه جنګ لرونکي ویډیو ګیم وروستۍ برخه تېر کال په اکټوبر میاشت کې ریلیز شوه.
تر دې وړاندې د کال اف ډیوټي موبایل ګیم تر دې وړاندې په مارچ میاشت کې د خپرېدو اعلان کړی و، مګر تر هغې وروسته یې بیا وځنډاوه او د اکټوبر په میاشت کې یې د لوبولو لپاره اماده کړ.
د رپوټ له مخې تر اوسه دغه ویډیوې لوبې په ایپل سټور کې د ډونلوډ له اړخه ۹۱ لکه ډالر ګټلي او په انډرايډ سیستم کې د ډاونلوډ څخه ۸۳ لکه ډالر ګټه کړې ده.
سره له دې چې ګیم ډېرو زیاتو خلکو هم خوښ کړی خو بیا هم ځيني کارونکې ترې په ځينو مواردو کې شکایتونه کړي دي.