پاکستان ټسټ او شل اوریزو لوبو ته نوي لوبډلمشران وټاکل.

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

لیکنه: عبدالله عادل
پرون د پاکستان کرکټ بورډ په تازه بدلونو کي ددې هیواد د کرکټ ملي لوبډلي د دریو سرو فارمټونو لوبډلمشر سر فراز احمد د ټسټ او شل اوریزو لوبو د لوبډلمشرۍ څخه ګوښه کړ او پر ځای یې د ټسټ لپاره اظهر علي او د شل اوریزو لوبو لپاره یې بابر اعظم د نوې لوبډلمشرانو په توګه وټاکل . سرفراز به نور یوازي د پاکستان د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر واوسي.
سرفراز اسټرالیا ته د پاکستان تر راتلونکي لوبیز سفر وړاندي د دوو کرکټ بڼو لوبډلمشري له لاسه ورکړه پدغه سفر کي پاکستان له اسټرالیا سره درې شل اوریزي او دوې ټسټ لوبي ترسره کوي.
پرون د پاکستان کرکټ بورډ دغه ستر اقدام تر شل اوریزه نړیوال جام ۱۲ میاشتي وړاندي وکړ .
پاکستان د سرفراز په لوبډلمشرۍ د ۲۰۱۷ کال چمپینز ټراپي وګټل او ورسره پاکستان د شل اوریزو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کي تر لومړي مقام پوري ورسېد خو اوس تازه پاکستان په خپل کور کي له سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي څخه درې شل اوریزه لوبي بایلولې چي ښایي همدا یې د ګوښه کېدو یو ښکاره دلیل و اوسي.
اظهر علي په ټسټ کي د پاکستان مخکښ توپ وهونکی دی چي یاد فارمټ کي ۱۵ سلیزي لري او تر ۵۶۰۰ یې زیاتي منډي جوړي کړي نوموړی به نور د یاد فارمټ لوبډلمشر واوسي.
بلخوا بابر اعظم دا مهال د شل اوریزو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کي لومړی مقام لرونکی توپ وهونکی دی هغه تر دې وړاندي په ۲۰۱۲ کال کې د پاکستان تر ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو لوبډلمشري هم کړې ده هغه به نور د پاکستان د شل اوریزه لوبو لوبډلمشري ترسره کړي او د لوبډلمشرۍ لومړۍ ازموینه به یې د اسټرالیا خلاف په شل اوریزه لوبلړۍ کي واوسي.