د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر اوور اصول بدل کړل

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د کرکټ نړیواله مجبوره شوه، چې د سوپر اوور اصول د ۲۰۱۹ م کال په نړیوال جام کې د نیوزیلېنډ او انګلستان له پایلوبې وروسته د زیاتو نیوکو او انتقادونو له امله بدل کړي.
د نړیوال جام کیسه او صحنه اوس هم تاسوته یاده ده، چې پایلوبه کې د انګلستان او نیوزیلېنډ منډې مساوي شوې، بیا خبره سوپر اوور ته ولاړه.
سوپر اوور کې پرېکړه په ډېرو پولو یا بونډریانو لوبولو وشوه، هره لوبډله چې ډېرې بونډریانې ولوبوي او د دوهم ځل لپاره منډې مساوي شي، بریا د ډېرو بونډریانو لوبوونکې لوبډلې وه.
همداسې وشول، نیوزیلېنډ ۲۴۱ منډې کړې وې، چې انګلستان ورپسې مساوي کړې، دې مهال کې د مارټېن ګوپټېل له خوا له بونډرۍ یوه ترو وشوه، چې دا ترو د بېن سټوکس په بېټ ولګېده او څلوریزه شوه، کله چې یو توپ د توپ وهونکي په بېټ یا باډي د ډګر ساتونکي له خوا د ترو کولو پر مهال لګېږي، نو بیا نورې اضافي منډې نه راځي او یواځې همغه یوه یا دوه رننېنګ منډې حسابېږي، خو هغه مهال لوبڅار کومار درماسینا شپږ منډې ورکړې، چې نیوزیلېنډ څخه یې اتلولي واخېسته او انګلستان ته یې له همدغو وروسته ورکړه.
بل پلو سوپر اوور کې انګلستان ۱۵ منډې وکړې، چې درې بونډریانې یې ولوبولې، نیوزیلېنډ هم پنځلس منډې وکړې؛ خو پولې یا بونډریانې یې دوه وې؛ نو همغه وو چې د منډو د دوهم ځل مساوي کېدو سربېره د یوې بونډري د زیاتوالي له امله انګلستان ته کپ ورکړل شو، که منطق ته شي؛ نو لوبه باید بیا سوپر اوور ته تللې وای، ترڅو په نره یوې لوبډلې ګټلې وای او اتلولي به یې هم خورا روښانه وای.
اوس د کرکټ نړیوالې شورا د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۴ مه نېټه په دوبۍ کې تازه پرېکړه کړې، چې د سوپر اوور پرېکړه به بدلوي او کله چې منډې د دوو لوبډلو مساوي شي؛ نو بیا به په پولو یا بونډریانو پرېکړه نه کېږي او بیا به سوپر اوور کېږي؛ لکه څنګه چې شل اوریزو او یا هم سیریزونو کې کېږي.
بله خبره د ترو ده، لکه څنګه چې د بېن سټوکس په بېټ بال ولګېده او درمسینا پنځه منډې له بونډري سره تر لګېدو وروسته ورکړې.
nz vs eng.jpg
د دې لپاره هم کرکټ نړیواله شورا نوي اصول جوړوي.
په سیریزونو کې چې کله ترو وشي او بال په غېری اتفاقي ډول د توپ وهونکي په بن او یا بېټ ولګېږي، نورې منډې توپ وهونکی نشي جوړولای همغه منډې یې حسابېږي، کومې چې ده پکې ځان رسولی وي.
خو نړیوال جام کې بیا برعکس پرېکړه وشوه او همغو شپږ منډو له نړیوزیلېنډ د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام اتلولي واخېسته.
همغه مهال کله چې نړیوال جام پای ته ورسېد او مورګن د اتلولۍ کپ واخېست، مورګن وویل چې د سوپر اوور د بونډریانو مسله باید منطقي شي.
د کرکټ مینوالو د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه انتقادونه وکړل او نیوزیلېنډ یې د نړیوال جام حقدار وباله.
اوس د کرکټ ماهرین که دا اوسني اصول د نړیوال جام د پایلوبې پرمهال وای؛ نو کپ د نړیوال کپ د نوي زیلانډ کېده.
د نړیوال جام د سوپر اوور صحنې ویډیو:

د ګوپټېل ترو او د بېن سټوکس په بېټ لګېدل ویډیو لېنک: