په نړۍ کې ترټولو بډایه میرمنې څوک دي؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه: واحد امیري
په روان کال کې د نړۍ تر ټولو د ډېرو پیسو لرونکو ميرمنو لېست خپور شوی دی. په دغه لېست کې د هغو لس میرمنو نومونه راغلي چې په نړۍ کې ترټولو زیاتې پیسې لري او دلته یې درپيژنو.
۱- الېس والټون: په امریکا او نړۍ کې ترټولو بډایه ښځه ده، چې ۴۱ کاله عمر لري، هغه په والمارټ پلورنځي کې ترټولو لویه شریکه ده، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې یې پیسې نېږدې ۵۱،۴ میلیارد ډالر     اټکل شوي.
۲- جولیا کوخ: هغه او درې بچي یې د ډیویډ کوخ له مرک وروسته په کوخ شرکت کې ۴۱ فیصده برخه لري. او پیسې یې په ۲۰۱۹ کال کې نېږدې ۴۱ میلیارد ډالر دي.
۳- مک کینزي بزون: هغې له خپل بډایه مېړه جف بزنس څخه له طلاق اخېستو وروسته، ډېرې هڅې کړې دي. دغه ۴۹ کلنه ښځه د امازون شرکت مدیر سره د ۲۵ کاله ګډ ژوند تېرولو وروسته یې پیسې ۳۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.
۴- ژاکلین مارس: د یو ډول چاکلېټ جوړونې بنسټګر مارس لور ده. ددغې مشهورې ښځې پیسې د ۸۰ کلونو دي، په همدې حال کې پیسې یې ۲۹،۷ میلیارد ډالر اټکل کېږي.
۵- لاورن پاول: نوموړې د اِپل شرکت د بنسټګر ښځه ده او په دغه شرکت کې نېږدې ۷ په سلو کې برخه لري او په ۲۰۱۹ کال کې پیسې یې نېږدې ۲۱،۳ میلیارد ډالر ښودل شوي.
۶- ابیګل جانسون: په دغه لېست کې ترټولو غېر مشهوره ښځه ده. خو دغه ۵۷ کلنه ښځه اوس مهال ۱۴ میلیارد ډالر پیسې لري. نوموړې د (فیډلېټي اینوسټمنټ) په نوم د یوې پانګونې شرکت مدیره ده.
۷- بلیر پري: دغه ۶۹ کلنه ښځه د امریکا او اسټرالیا هېوادونو تابعیت لري، او اوس مهال ۹،۶ میلیارد ډالر لري.
۸ـ کریسي والټون: د والټون له کورنۍ څخه یوه بله ښځه ده چې په دغه لېست کې يې نوم راغلی، والټون په ۷۰ کلنۍ کې ۷،۵ میلیارد ډالر لري.
۹ـ ان والټون: د نړۍ په لس بډایه ښځو په لېست کې د والټون له کورنۍ څخه وروستۍ غړې ده، نوموړې ښځه د امریکا اوسیدونکې ده، چې ۷،۵ میلیارد ډالر لري.
۱۰- مارېک مارس: د مارس د کورنۍ غړې او د ژاکلین مارس خور ده، د ژاکلین مارس ددغې خور پیسې ۷،۴ میلیارد ډالر اټکل شوي دي.
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.