
ليکنه: مدثر دعوت
د کارابين پريمرليګ پايلوبه د باربادوس ټريډينټز او ګيانا امازون واریوس لوبډلو ترمنځ ترسره سوه.
د لوبي پچه باربادوس وګټله او د توپوهني پريکړه يې وکړه.
باربادوس ټریډينټز لوبډلي په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځيدو ۱۷۲ منډي هدف وټاکی.
چارلیس ۳۹،هيلز ۲۸ او جانتن کارټر ۵۰ منډي وکړې.
د امازون لپاره عمران طاهر ،لګلين،شپهيرډ او پاول يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
امازون لوبډلي د ۱۷۲ منډو هدف په تعقيب يوازي ۱۴۴ منډي وکړې.
کينګ ۴۳، پوران ۲۴ او پاول ۲۵ منډي وکړې.
د باربادوس لپاره ريفر ۴، والش يوه، همدارنګه ګرني او نرس دوې دوې ويکټي ترلاسه کړې.
باربادوس ټريډينټز لوبډلي د ۲۷ منډو په توپير لوبه وګټله.
د لوبي غوره لوبغاړی جانتن کارټر سو.
او د ليګ د غوره لوبغاړي جائزه هيډن والش وګټله.
دا دويم ځل دی چي باربادوس لوبډله د کارابین پریمرليګ اتلولي ګټي.
په ۲۰۱۹ز کال cpl کي امازون لوبډلي خپلي ۱۱ پرلپسې لوبي و ګټلې خو په پایلوبه کي بخت ورسره ياري ونکړه.