بست په لومړي ځل لوبه وګټله.

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ليکنه: مدثر دعوت
د شپږيزي په روان ليګ کي بست ساتونکو د ۱۵ منډو په توپير امونهنګانو ته ماته ورکړه.
د روان ليګ د اتمي لوبه پچه بست وګټله او د توپوهني پريکړه يې وکړه.
بست په ۵ ويکټو ۱۷۷ منډي هدف وټاکی.
FB IMG 1570775792011 بست په لومړي ځل لوبه وګټله.
ګلبدین نائب ۹۱،هشمت الله شاهدي ۳۳ او درويش رسولي ۲۷ منډي وکړې.
د امو لپاره ضيالرحمن ۳ او روښان بارکزي يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ۱۷۷ منډو هدف په تعقيب امونهنګانو په ۷ ويکټو ۱۶۱ منډي وکړې.
FB IMG 1570782299239 بست په لومړي ځل لوبه وګټله.
ابراهیم ځدران ۳۵، عثمان غني ۲۵ او منیرکاکړ ۳۰ منډي وکړې.
د بست لپاره لوبډلمشر ګلبدین نائب ۳،ضیالرحمن اکبر ۲ او قیس احمد يوه ويکټه ترلاسه کړه.
بست د ۱۵ منډو په توپير لوبه وګټله.
FB IMG 1570782285214 بست په لومړي ځل لوبه وګټله.
ګلبدين نائب د لوبي د غوره لوبغاړي جائزه وګټله