ننګرهار کې د خرماوو باغونو شاوخوا ۱۰۰ ټنه حاصلات ورکړي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ليکنه: سميع الله درانی
ننګرهار وادې کرنیز شرکت د هډې فارم مسئولين وايي، چې خرما باغ شاوخوا سل ټنه حاصل ورکړی او راتلونکی کال به دغه حاصلات څو برابره نور هم لوړ شي.
د هډې فارم دويم بلاک مدير امين يار انوري وايي، چې که په تشکيل او نورو برخو کې زياتوالی رامنځته شي، نو راتلونکو کلونو کې به ټول هېواد ته خرما ورکړي.

نوموړی وايي اوسمهال په پنځوس جريبه ځمکه کې درې ډوله خرما بوټو حاصل ورکړی او په درې ډولونو نورو کار روان دی، چې راتلونکي کال ته به حاصل ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې شاوخوا لس کاله وړاندې کانال وادي کرنيز شرکت له لوري د هډې فارم دويم بلاک په پنځوس جريبه ځمکه کې ۲۷۰۰ د خرما شپږ ډوله بوټي کېنول شوي، چې اوسمهال يې يواځې درې ډوله بوټو حاصل ورکړی.