سمیع الله درانی
د کرکټ نړیواله شورا د هرې میاشتې په اوږدو کې یو ځل د لوبو د درجه بندۍ لېست یا نوملړ ته سر ورښکاره کوي، هغه لوبډلې چې لوبې ګټي په درجه بندۍ کې مخکې ځي او نورې لوبډلې چې لوبې بایلي، په درجه بندۍ کې ګام په ګام شاته کېږي او بالاخره یې نومرې هم په ټپه ودرېږي.
افغان لوبډلې چې په تېر کې هم په ټېسټ، هم په یو ورځنیو او په شل اوریزو لوبو کې چټک پرمختګ کړی و اوس یې د مزل مشعلونه په تتېدو دي او د وروسته کېدو په حال کې ده.
دې لوبډلې په نړیوال پنځوس اوریز جام کې نهه ماتې پرله پسې وخوړې او هلته یې هم د نومرو خبره منفي شوه.
یواځې په ټېسټ لوبو کې یې کارکرده ګي تر دې دمه بیخي ښه ده.
په شل اوریزو لوبو کې افغان لوبډلې ځان تر اووم مقامه رارسولی و، په تېر کې یې زِمبابوې، ایرلېنډ، سکاټلېنډ، عربي متحده امارات، ویسټ انډیز او بنګله دېش مات کړل او همدا علت و، چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې تر اووم ځایه ځان رارسولی و.
میاشت وړاندې افغان لوبډلې له بنګله دېش او زِمبابوې سره په بنګله دېش کې درې اړخیزه شل اوریزه لوبلړۍ ترسره کړه، چې افغانستان پکې پیل په دوو بریاوو وکړ، له هغو بریاوو سره افغان لوبډلې نومرې واخېستې؛ خو بېرته یې دوه لوبې زِمبابوې او بنګله دېش ته وبایللې او پایلوبه یې بنګله دېش سره د اورښت له کبله بې پایلې شوه.
بنګله دېش په هغه سیریز کې درې لوبې وګټلې، یوه یې وبایلله او یوه یې باران بې پایلې کړه.
افغان لوبډلې وروستۍ دوه لوبې په داسې حال کې وبایللې، چې ګټلو سره یې دا لوبډله رامخکې کېدای شوه او یا هم شپږم مقام ته رانږدې کېدلای شوه.
خو ماتو یې دې لوبډلې سریلانکا ته د اووم مقام اخېستلو چانس برابر کړ او زمونږ لوبډله اتم مقام ته ورسېده.
سریلانکا د اکټوبر په پنځمه نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې له پاکستان لومړۍ شل اوریزه لوبه په ۶۴ منډو وګټله.
د دوشنبې په ماښام د اکټوبر په ۷ مه نېټه یې دوهمه شل اوریزه لوبه له پاکستان په ۳۴ منډو وګټله او دریمه شل اوریزه لوبه نن ماښام ترسره کوي.
سریلانکا په دغو دوو بریاوو سره له افغانستان څخه دوه نومرې مخکې شوه او اووم ځای یې ونیو.
سریلانکا په شل اوریزو لوبو کې ۲۳۷ نومرې لري او افغانستان بیا ۲۳۵ نومرې ترلاسه کړي دي.
افغانستان په داسې حال کې له سریلانکا څخه په شل اوریزو لوبو کې شاته کېږي، چې افغان لوبډله کابو ۲۵ ورځې وروسته د نومبر په ۵ مه نېټه له ویسټ انډیز سره په هندوستان کې په خپل کوربتوب درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبې لري، که افغان لوبډله هغه لوبې وبایلي؛ نو ښایي ویسټ انډیز هم د افغان لوبډلې د وروسته کولو تکل وکړي.
ویسټ انډیز په شل اوریزو لوبو کې نهم ځای کې دی او له افغانستان څخه ۱۱ نومرې وروسته دی.
بل پلو په درې اړخیز سیریز کې وروستیو دوو لوبو کې چې افغانستان ماتې وخوړې د محمدنبي عیسی خېل کمزورې لوبې هم هغه ته د الراونډرۍ په برخه کې لږ تاوان ورساوه.
محمدنبي لومړيو دوو لوبو کې ښه و ۳۸ او ۸۴ منډې یې وکړې؛ که یې راتلونکو درې لوبو کې هم ښه لوبه کړې وای، شکېب الحسن یې وروسته کولای شو؛ خو د ده کمزورې لوبې او د شکېب لحسن مثبتو لوبو هغه له محمدنبي کابو درې ګامونه مخکې کړ.
شکېب الحسن اوس له محمدنبي ۱۵ نومرې مخکې دی، محمدنبي ۳۴۰ نومرې لري او شکېب الحسن بیا ۳۵۵ نومرې تر لاسه کړي دي او د شل اوریزو لوبو په الراونډرانو کې دوهم مقام کې دی، لومړی مقام د مکسویل دی او دریم مقام د محمدنبي عیسی خېل دی.
که افغانستان د ۲۰۲۰ م کال تر نړیوال شل اوریز جام نورې شل اوریزې لوبې ولري او ویې بایلي؛ ښایي نړیوال جام کې یې شتون له خطر سره مخ شي، لس ټاپ لوبډلې په نړیوال جام کې شاملېدلی شي او ۶ نورې لوبډلې به نړیوال جام ته کوالیفای کوي.