لیکنه: بهار سمسور
د دوشنبې په ورځ د خوست کریکټ ملي ایکاډمۍ کې د ولایتي شپاړس کلنې کم عمره یا انډرسېکسټین لپاره ددغه ولایت له درۍ سوه ۳۰۰ تنکیو ځوانو لوبغاړو څخه ازموینه واخیستل شوه.
یاده یوه ورځینۍ ازموینه د مس عینک زون رئس خوشال نیازي ، ددغه زون روزونکو محمدخان ځدراڼ او محمدجان حقیار، د خوست کریکټ نماینده سیدعالم، او د خوست ورزشي خبریالانو په شتون کې تر سره شوه.
ازموینې ته د خوست له بیلابېلو سیمو څخه لوبغاړي راغلي و، چې د توپ وهنې ،چټکې توپ اچونې او ارامې، سلو توپ اچونې په برخو کې یې خپل استعدادونه د انتخابونکو له نظره تېر کړل.
د مس عینک زون رایس خوشالي نیازي یاران ته وویل:
“ورته ازموینه مو د زون په نورو ولایاتو پکتیا،پکتیکا،غزني او لوګر کې اخیستي او دا دې خوست کې مو هم په بریالۍ توګه واخیسته، د یاد ټراېل یا ازموینې لپاره مو مسلکي او باتجربه روزونکي ګمارلي تر څو منظم او مسلکي انتخاب وکړؤ.”
ښاغلي نیازي ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې یاده ازموینه به شفافه او انتخاب به د وړتیا او استعداد له مخې ترسره شي.
د یاد ټرېل په اړه د خوست ولایت د کریکټ نماینده سیدعالم هم یاران سره خپلو خبرو کې وویل:
” موږ ددغه کمپ لپاره تر ۳۰۰ پورې ځوان لوبغاړي ثبت کړي چې د دوی له منځه به په لومړي پړاو کې تر څلوېښتو لوبغاړي انتخابیږي چې د څلور ورځیني کېمپ په جریان به ترې پنځلس کسیزه لوبډله انتخاب او د زون په سطحه سیالیو کې به برخه واخلي”.
محمدجان حقیار چې د افغانستان د کورني کریکټ له باتجربه روزونکو څخه دی او د دغه ازموینې د انتخاب یا ټاکونکي ډلې له غړیو څخه وایي:
” موږ د استعداد له مخې لوبغاړو ته موقع ورکو او زیات تمرکز مو په هغو لوبغاړو دی چې هم استعداد ولري او هم یې عمر تر شپاړس کالونو کم وي.”
نوموړي د خوستیو ځوانو لوبغاړو د استعدادونو ستاینه هم وکړه.
تنکي ځوان لوبغاړي چې د خپلو استعدادونو د ښکاراکیدو او خپلو هیلو ته د رسیدو په موخه یې یاد ټراېل کې برخه اخیستي وه خوښ و او هیله یې څرګندوله تر څو د وړتیا او استعداد له مخې به په شفاف ډول لوبډله انتخاب شي.
دا ازموینه په داسې حال کې واخیستل شوه چې څو ورځې وړاندې د مس عینک زون لوبډلې د افغانستان د کورني کریکټ سترو غازي امان الله خان یوه ورځینیو سیالیو اتلوالي په خپل نوم کړه.