د بالیوډ اکټرې سني لیون بالاخره پنځه کسیزه کورنۍ جوړه کړه

سپینه تجريدي ډیزاین

د بالیوډ اکټره سني لیون وايي دوه غبرګونې ماشومان یې زیږیدلي دي. او له دې سره یې خپله کورنۍ پنځه کسیزه کړې ده.
نوموړې پر خپل ټویټر لیکلي چې دا او میړه یې د نویو زیږیدلو ماشومانو راتګ او د خپلې کورنۍ بشپړیدونه ته خوشاله دي.
سني لیون تیر کال هم د نیشا په نوم یوه ماشومه د هند له مهارشتارا ایالت څخه خپله کړې وه. هندي رسنۍ وايي، نیشا چې په یو یتیم خانه کې اوسیده، شا او خوا ۱۵ کورنیو یې له خپلولو ډه ډه کړې وه. خو وروسته یې د سني لیون زړه خپل کړ او هغې خپله یا اډپټ کړه.
اوس دې اکټرې له خپل میړه سره یوځای دوه نوو ماشومانو د زیږون اعلان کړی چې وايي پر یو یې اشر سینګ او په بل یې هم نوا سینګ نوم ایښی دی.
سني لیون دا پر دې یوه لورینه ګڼلې او رسنیو ته یې ویلي ” یو وخت یې هیڅ فکر نه کاوه چې کورنۍ به یې تکمیل شي، خو اوس دا لورینه ده چې له دې درې ماشومانو سره زموږ کورنۍ تکمیل شوه.“
نوموړې پر خپل ټویټر لیکلي، دا ماشومان یې خپل کړي نه دي بلکې د دوی بیالوژیکي ماشومان دي، چې د سرګاسي (surrogacy ) په طبي میتود دنیا ته راغلي دي.
دا میتود د هغو میندو لپاره چې له روغتیايي پلوه په خپل رحم کې ماشوم نه شي پاللی کاریږي او د یوې ښځې او میړه نطفې د یو دریمې ښځې په رحم کې پالل کیږي.

له خپلې ماضې په تېښته سني لیون په بالیوډ سینما کې د شهرت موندلو لټه کوي

سني لیون په بربنډو فلمونو کې کارکولو له کبله د هند په سینما کې تر ټولو بدنامه اکټره ده. له نوموړې سره له شریک کار کولو ګڼې هندي فلمي اکټرانې ځان ساتي، خو سني لیون هڅې کوي په بالیوډ کې ځان ته د نوم او ځای په پیدا کولو له خپلې بدرنګې ماضي لرې ولاړه شي، هغه څه چې اسانه کار نه ښکاري.