فوټبال: د عُمان په وړاندي لوبې ته افغان لوبډله اعلان شوه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د راتلونکي اکتوبر میاشتي په ۱۰مه نېټه (راتلونکې پنجشنبه نه بله پنجشنبه) افغان فوټبال ملي لوبډله د عُمان فوټبال ملي لوبډلي سره لوبیږي، چي یادي لوبي ته افغان فوټبال فدراسیون پرون شنبه ۲۳ کسیزه ټیم اعلان کړ.
په دې ۲۳ کسیزه لوبډله کي دا لوبغاړي شامل دي:
FB_IMG_1569722492045.jpg
په دې لوبډله کي د تېر په څېر دوه بدلونه راغلي هغه دا چي د ملي لوبډلي پخوانی لوبغاړی مصطفی آزادزوی او په افغان غوره لیګ کي د طوفان هریرود قوي لوبغاړی رحمت الله خېر خواه وربلل سوي.
د عُمان او افغان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ دا لوبه د عُمان هیواد په کوربتوب د دې هیواد په مسقط ښار په سلطان قابوس فوټبال لوبغالي کي ترسره کیږي.
FB_IMG_1569722505904.jpg
دا لوبه د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د آسیا د ملتونو جام ته د لاري پیداکولو په موخه ترسره کیږي، چي په دې سیالیو کي دا د افغانستان درېیمه لوبه ده.
افغان لوبډلي تر دې مخکي په خپله لومړۍ لوبه کي د قطر هیواد څخه ۶ ګولونه پر ۰ سخته ماته وخوړه، خو په دوهمه لوبه کي ئې بیا بنګله دېش ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه.
افغان فوټبال لوبډله د عُمان په وړاندي لوبي ته د پوره چمتوالي خبر ورکوي.