د افغانستان د آزادي مبارزې وتلي لوبغاړي بازمحمد مبارز تېره شپه د روسیې هیواد د تکړه لوبغاړي دینیس کاناکوف سره د روسیې په مسکو ښار کي ولوبېد، چي مبارز د یاد لوبغاړي څخه په ډېره کمه فاصله یوه نمره توپير ماته وخوړه.
دا لوبه د ACA په نوم د یوې آزادي مبارزې د ادارې له لوري مخ ته وړل کېده، چي په لوبغالي کي د زیاتو مینوالو ترڅنګ دلته افغانستان کي هم زرګونه افغانانو یاده لوبه په ژوندۍ بڼه ولیدله.
دا لوبه درې میدانه ترسره سوه، چي په درې واړه میدانونو کي افغان لوبغاړي بازمحمدمبارز او روسي لوبغاړي کاناکوف خورا سخته مقابله یو د بل په وړاندي وکړه، چي یو لوبغاړی هم ونه وتوانېد، چي بل لوبغاړی ناک اوټ کړي او درې سره میدانونه ئې ولوبول، خو په پاي کي د نمرو له امله کاناکوف بریا او مبارز ماته وخوړه.
دا لوبه بازمحمد مبارز ۲۸ پر ۲۹ نمرو وبایلله، چي دا دومره توپیر ندئ.
بازمحمد مبارز یاد روسي سیال ته چیلینج ورکړی وو. مبارز وروسته له هغه کاناکوف ته چلینج ورکړی وو، چي دې لوبغاړي تر دې مخکي دوه نور افغان لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي او احمدولي هوتک ته هم ماته ورکړې وه او په دې سره بازمحمد درېیم افغان لوبغاړی سو، چي کاناکوف ماته ورکوي.
کاناکوف لومړی عبدالعظیم بدخشي ته په ۲۰۱۷، دوهم احمد ولي هوتک ته په ۲۰۱۸ او دادی درېیم ځلي ئې بیا تېره شپه بازمحمد مبارز ته ماته ورکړه.
بلخو بیا د آزادي مبارزې په یوه بله مهمه لوبه کي تېره شپه عبدالسمیع فیضي بلاورسي سیال ته سخته ماته ورکړه.
دا لوبه په ۷۷ کیلو ګرام وزن کي د NFG ادارې له لوري ترتیب سوې وه.