د کنډوم سوری کیدل؛ اندیښنې څه دي، مخنیوی یې څنګه وکړو؟

رنګین تجريدي ډیزاین

کنډوم به حتماً پېژنئ. دا د نارینه د جنسي آلې یو نری پلاستیکي پوښ دی، چې د جنسي اړیکو د سلامتۍ او د اولاد نه راوړلو د مخنیوي لپاره یې تقریباً په ټوله نړۍ کې خلک کاروي.
کله داسې هم کیږي، چې کنډوم د جنسي اړیکې پر وخت سوری کیږي یا شلیږي.
دا کار طبیعي ده، چې زیاتې اندیښنې زیږوي.
هغوی، چې کنډوم یې سوری کیږي، یا شلیږي، تشویش کوي، چې ممکن مني( د جنسي آلې خاصې اوبه) یې د مقابل لوري( مېرمنې) جنسي آلې ته رسیدلي وي او دا د بې وخته او نا غوښتي زیږون سبب شي.
څه وکړو، چې د جنسي اړیکې پر وخت مو کنډوم څېرې نه شي او داسې اندیښنو نه بې غمه اوسوو.
د کانډوم اخیستو لارښود
کنډوم د جوړښت له مخې مختلف ډولونه لري. ځینې یې زیات واړه او ځینې یې زیات لوی وي.
تاسې په دې مه شرمیږئ، چې د خپلې جنسي آلې په تناسب کنډوم درته واخلئ.
هڅه وکړئ، چې د لاتکس کنډوم له ډولونو څخه یو ډول یې واخلئ.
دا نسبت نورو ډولونو ته زیات مقاومت لري، یانې زر نه شلیږي.
ولې کنډوم شلیږي؟
ـ یا زوړ وي، تاریخ یې تېر وي او سم دوام نه شي کولای.
ـ یا کوچنی وي، ستاسې جنسي آله ورباندې غټه وي، کنډوم مقاومت نه راوړي، زر شلیږي.
ـ کیدای شي کنډوم سم نه وي ساتل شوی. یانې په لمر یا کوم ګرم ځای کې ایښودل شوی وي، چې دغه پلاستیکي کڅوړه ورسره زیانمنه شوې وي.
– ستاسې د جنسي آلې وچوالی هم ځینې وخت د کنډوم شلیدو سبب کیږي.
اندیښنه ولرو کنه؟
اوس دا پوښتنه مطرح کیږي، چې که احیاناً د جنسي اړیکې پر وخت مو کنډوم وشلیږي، اندیښمن شوو کنه؟
ځواب هو دی. ځکه چې امکان لري د کنډوم له شلیدو سره ستاسې د مېرمنې جنسي آلې ته ستاسې مني سرایت وکړي او هلته د حمل اخیستو سبب وګرځي.
څه باید وکړو؟
مخکینۍ سپارښتنې عملي کړئ. د کنډوم اخیستو پر وخت محتاط اوسئ.
درملتون ته په منډه مه ننوځئ او په منډه مه راوځئ.
ښه ده، چې یوه شېبه د کنډوم مختلف ډولونه له نظره تېر کړئ، مناسب او د خوښې وړ کنډوم مو واخلئ او په احتیاط یې استعمال کړئ.
کنډوم څومره چې د جنسي اړیکو د خوندیتوب سبب ګرځي، بې احتیاطي ورسره هغومره بدې پایلې درته لرلای شي.