څنګه له ځانه نفرت ونه کړو او ځانته ګران اوسو؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

دا یوه عامه رواني ستونزه ده، چې زیات خلک تر ځان نور خلک زیات خوښوي او فکر کوي، هغوی تر دوی بهتره دي.
البته کیدای شي بهتره هم وي، خو د نورو بهتري باید سبب نه شي، چې تاسې ځان نه متنفره شئ او په کمه سترګه درته وګورئ.
خو دا څنګه ممکنه ده، چې تر ځان د غوره خلکو په لیدو ځان ته په کم نظر ونه ګورو؟
دلته به په همدې اړه د روان پوهانو ځینې سپارښتنې درسره شریکې شي.
ماضي هېره کړئ
په ماضي کې به موږ و تاسې ټولو ګڼې تېروتنې کړې وي.هغه تېروتنې به سبب شوي وي، چې زموږ ژوند او وضعیت زیانمن شي، خو نور باید هغو تېروتنو ته د ځان او خاصتاً د خپل روان د زیانمنولو اجازه ورنه کړو.
د دې لپاره غوره ده، چې تېروتنې مو هېرې کړئ او ځان په دې ونه خوروئ، چې ولې تېروتي وئ او داسې زیانمن شوئ؟
پرځان مهربانه اوسئ
د رواني ناروغانو غټ مشکل دا وي، چې پرځان مهرباني نه لري.
تاسېپرځان مهربانه اوسئ، خپلې تېروتنې ځان ته وبښئ، د ځان په اړه ښه حس ولرئ او له ځان او ظرفیتونو مو مه نهیلي کیږئ.
پرځان مهرباني یانې همدا، چې ځان خوښ کړئ، ځان خوښ وساتئ او پرځان او راتلونکي مو باور ولرئ.
ستاسې خوښونکي خوښ کړئ
هغوی سره مینه وساتئ، چې مینه درسره لري.
دا کار سبب کیږي، چې د نورو مینه لا درسره زیاته شي او تاسې ځانته ارزښت او ځان سره لېوالتیا پيدا کړئ.
په بله مانا: هغو پسې مه ځئ، چې نه مو غواړي او دغه ناکام ورتګ مو لا نور خرابوي.
هغو پسې لاړشئ، چې تاسې غواړي.
دا کار تاسې ته عزت نفس او غرور درکوي، ځان درباندې ګرانوي او روان مو اراموي.
نیږدې کسان په دقت وټاکئ
هغه خلک چې زیات وخت ورسره تېروئ، په دقت سره یې وټاکئ.
داسې خلک به زیات وي، چې تاسې سره زیات وخت تېروي، خو د ارام پرځای مو د ځور او رواني نارامۍ سبب ګرځي.
دا ډول خلک درنه لیرې ساتئ، ځکه هم مو وخت ضایع کوي او هم مو طبیعیت در خرابوي.
د خپلو غوره ځانګړنو لیست جوړ کړئ
تاسې به ټول بد هم نه یاست، یانې دومره تېروتنې به نه لرئ، چې ځان درته یو مخ بد ښکاره شي.
له ټولو ستونزو سره به داسې ښیګڼې هم لرئ، چې د هېرولو به نه وي.
خپلې همدا ځانګړنې لیست کړئ او وخت په وخت یې در یادوئ.
دا هم ستاسې د رواني ارامتیا او پرځان د مینې راوړلو سبب کیږي.
نورو سره مرسته وکړئ
له نوروو سره مرسته هم په اسلامي او هم په انساني لحاظ تاسې خوشالوي.
نو هره هغه مرسته مو چې د وسه کیږي، نورو سره یې ترسره کول مه دریغوئ.
دا مو هم وجداني راحت زیاتوي، هم ځان درته ارزښتمنوي او هم مو د نورو له نظره شخصیت لوړیږي.
خپل هویت مه هېروئ
انسانان یو ډول نه دي پیدا، د هر چا طبیعت، مزاج، هویت او خصوصیات فرق سره لري.
په دې زړه مه خورئ، چې څوک ولې لوړ موقف، زیاتې پیسې، نور پرمختګونه او څه څه لري او تاسې یې نه لرئ.
تاسې خپل هویت، کورنۍ، مخکیني امکانات او ضعف نقطې مه هېروئ.
واقع بینه اوسئ، په هرڅه زړه مه خورئ، دا هم درسره په رواني ارامتیا کې مرسته کوي.