ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو یوه میاشت مخکي په کابل کي پیل سوی وو، چي پرون جمعه د طوفان هریرود فوټبال لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسېد.
د طوفان هریرود سره پرونۍ پایلوبه کي شاهین آسمایي لوبډله مخ سوه، چي طوفان هریرود په یاده پایلوبه کي شاهین آسمایي ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه.
دا پایلوبه خورا جذابه وه او د زرګونه ښځینه او نارینه نندارچینانو په شتون کي ترسره سوه.
پایلوبه ۹۰ دقیقي صفر په مقابل کي د صفر په مساوي ډول پای ته ورسېده، چي وروسته ۳۰ دقیقي نوري وخت ورکړل سو او په دې وخت کي حاتم شېردیل د طوفان هریرود لپاره ګولوهنه وکړه او خپله لوبډله ئې اتلولۍ ته ورسوله.
د پایلوبي غوره لوبغاړی حاتم شېردیل وټاکل سو، چي د طوفان هریرو لپاره ئې ګول وواهه.
د ټورنمنټ غوره لوبغاړی د طوفان هریرو تکړه ګول ساتونکی فیصل حمیدي وټاکل سو.
د شاهین آسمایي لوبډلي ګول ساتونکی کاوش حیدري د سیالیو غوره ګول ساتونکی ونومول سو.
د ټورنمنټ غوره ګولوهونکی بیا د شاهین آسمایي لوبډلي څخه روف قادري وټاکل سو.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ دا اتم پړاو وو، چي ترسره سو.
په دې پړاونو کي څلور ځلي شاهین آسمايي، درې ځلي طوفان هریرود او یو ځلي بیا سپین غر بازانو لومړی مقام خپل کړ.
تېر کال هم طوفان هریرود په پایلوبه کي شاهین آسمایي ته ماته ورکړې وه او دا جام ئې خپل کړی وو.
د فوټبال دا لیګ هر کال د ۸ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږی.