ملګرتیا یو لوی نعمت دی، چې بد مرغه خلک ورڅخه برخمن دي.
خو له دې نعمت څخه بې برخې توب باید د نهیلۍ سبب نه شي.
هغوی چې له دغه نعمته بې برخې دي، د دې پرځای چې نهیلي شي، هغو لارښوونو سره دې ځانونه عیار کړي، چې له دې ستونزې یې د خلاصیدو سبب کیږي.
ملامت څوک دی؟
دې نه مخکې چې نهیلي شئ، یا نور ګرم وګڼئ یوه ارزونه وکړئ، چې ستاسې د بې دوسته پاتې کیدو ملامتي په چا ده؟
که دا مو ارزوله، حتماً مومئ چې ملامتي ستاسې ده.
چې ستاسې ده نو هوډ وکړئ، چې دا ملامتي ختموئ او نور نه غواړئ، بې دوسته پاتې شئ.
د دې ستونزې د حل لپاره هغه لارې چارې عملي کړئ، چې ستاسې د ملګري موندو سبب کیږي.
غلط انتخاب خو نه لرئ؟
په دې ځان پوه کړئ، چې په دوست موندلو کې خو به غلط انتخاب نه لرئ؟
ځینې وخت داسې وي، چې یو کس غواړئ درسره ملګری شي، خو هغه نه غواړي دا ملګرتیا وکړي.
مشکل دا وي، چې یو نه، ډېر دغسې خلک چې تاسې یې ملګري غواړي، تاسې یې ممکن د ملګرۍ پر معیارونو برابر نه وئ.
که دا ستونزه وي، نو زر مو معیارونه بدل او پر حقایقو ولاړ کړئ.
هغو سره دوستي وغواړئ، چې سیالي یې درسره برابره وي او تاسې د خپلې دوستۍ وړ ګڼي.
بلنې خو نه ردوئ؟
یو دلیل ډېر وخت د بې ملګري پاتې کیدو دا وي، چې بې ملګری پاتې کس ځان ډېر مهم ګڼي او د خلکو بلنې ردوي.
دا بلنې کیدای شي د لیدنو، بنډارونو، رسمي مراسمو او نورو اړوند وي.
خو په عام ډول دا یو غلط کار دی، ان د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) لا ویلي چې دوستانه دعوتونه مه ردوئ او راشه درشه سره ولرئ.
که تاسې بې ملګري پاتې یئ، یو دلیل یې کیدای شي همدا د بلنو ردول وي.
د حل لپاره یې دا ستونزه بیرته له منځه یوسئ او راشه درشه وپالئ.
ټولنیز مهارتونه مو وارزوئ
ځینې خلک هم غوره شخصیت، هم غوره علمیت او هم نورې غوره ځانګړنې لري، خو غوره ټولنیز مهارتونه یې نه وي زده.
تاسې که له دې مهارتونو محرومه یاست، نو زده یئ کړئ او مه پریږدئ چې د دغو مهارتونو نشتوالی مو ژوند او اړیکې له ستونزو سره مخ کړي.
تاسې باید زده کړئ، چې څنګه یو څوک یوې ناستې، قهوې، بنډار، چکر او کوم رسمي مجلس ته دعوت کړئ، مرسته ورسره وکړئ، مشوره یې واخلئ او په دې ډول مو اړیکې پياوړې کړئ.
یوازې توب نه هم مه وېریږئ
دوستي وپالئ، ملګري زیات کړئ، خو له یوازې توب څخه هم مه وېریږئ.
ځینې وخت دا ننګونه هم درته په یوه فرصت بدلولی شئ. مطالعه وکړئ، موسیقي واورئ، ورزش وکړئ، چکر ووهئ، یا بل کوم داسې مصروفیت، چې په یوازې ځان بیخي خوندور وي.
ـ دا هم مه هېروئ، چې د دوستانو شمېر نه؛ بلکې د دوی ژمنتیا او د اړیکې څرنګوالی مهم دی.
ـ په دوست موندلو کې د دوست عمر او ټولنیز مقام ډېر مه معیار کوئ، دا معیار کړئ چې تاسې ورسره څومره ارامه یاست او زړه مو ورسره لګي.
ـ په انلاین دوستانو کې هم کیدای شي غوره حقیقي ملګري پیدا کړئ. دا برخه هم له پامه مه غورځوئ، خلک وارزوئ او بهترین یې په حقیقي دوستانو واړوئ.
ـ احساسات او نیک نظریات مو مه سانسوروئ، غوره خلکو ته ووایئ چې غوره دي او غوره ځانګړنې لري. دا هم درته د ښو دوستیو پیلامه کیدای شي.
ـ تروش تندی مه ګرځئ، وخاندئ او په موسکا هم خلک درجذب کړئ.
ـ دوستان مو یو بل سره معرفي کړئ، چې حلقه یې لویه شي او په دې ډول تاسې هم بالمقابل نور ښه ملګري پیدا کړئ.
ـ په زوره په چا مه تحمیلیږئ، چې ملګرتیا مو وکړي. دا مو شخصیت خرابوي او ښې پایلې نه لري.