سره بانجان له خوند او رنګ سره انسان ښکلی کوی هم

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: مریم شریفي
رومي بانجان مرسته کوي چې نور له وچ او سپېره پوست سره خدای په اماني وکړئ. د سرو بانجانو تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې په څو ډوله ترې ګټه اخیستل کېږي او خوړل کېږي؛ د بېلګې په توګه خام یې خوړلای شئ، په سلاد کې ګټه ترې اخیستل کېږي، ګباب کېږي او دغه راز کولای شئ چې خوندور سوپ هم ترې جوړ کړئ. رومي بانجان له معدني موادو او ويټامینونو مالامال دی چې په ورځني ډول یې کارول د پوست په قوت او ښایست کې مرسته کوي.
سره بانجان چې څومره ښکلي دي، په هماغه اندازه ستاسو د پوست په ښایست کې هم مرسته کوي. په مخ او یا لاسونو باندې موښل یې د پوست د ښکلا لامل ګرځي.
سره بانجان اطراحیه سيستم پاکوي چې د بدن پوست هم ورسره ښکلی کېږي.
اطراحي او هاضمي سيستم له پوست سره نېغ په نېغه اړیکه لري، تاسو به هم تجربه کړې وي، کله مو چې په هاضمه او اطراحیه سيستم کې ستونزه پیدا کېږي، د بدن پوست به مو هم سپېره او وچ وي. رومیان په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه فیبر لري چې د خوراکي موادو په هضم او پوست ته په اوبو رسولو کې مرسته کوي چې دغه څه د ښکلي او شفاف پوست لامل ګرځي.
نو چې داسې ده یا خام رومیان وخورئ او یا یې په زیاته کچه په خوړو کې وکاروئ، څو ښکلی او جذاب پوست ولرئ.
ان کولای شئ چې د رومي بانجانو اوبه مو پر پوستکي وموښئ او د مرطوب کوونکو موادو پر ځای ترې کار واخلئ. دا چې رومي بانجان د یوه طبيعي بوټي حاصل دی، نو په هېڅ صورت جانبي عوارض نه لري.