ژباړه: مریم شریفي
وایي، چې ژور خپګان او نا هیلي مو پر ځمکه را څملوي. هڅه وکړی را پورته شی او نوی ژوند پیل کړی. ددې لپاره چې بېرته پر خپلو پښو ودرېږی او استوار ګامونه واخلی لومړی مو فکر ته بدلون ورکړی. د خوشاله ژوند لپاره نوې او وړې بهانې ولټوی. ټوله ورځ پر ستونزو فکر مه کوئ، د هغه چا په اړه فکر مه کوی چې ستونزې درته پیدا کوي او ځوروي مو. دغه څه مو نور هم ناهلي کوي. تاسو باید د یوه نوي ژوند لپاره نوی فکر هم له ځان سره ولری. په ژوند کې مې ډېرې ښې ورځې راتلونکې او پېښېدونکې دي. خدای پاک به زما په مخ کې پرتې ستونزې هم زما پر ګټه تمامې کړي. تر اوسه مې لا په ژوند کې لویې پرېکړې او چانسونه پاتې دي. یو موخه لرونکي کس باید یو قوي فکر هم ولری. زه پیاوړی یم، زه روغ یم او زه ارزښتناک یم.
کله چې سهار وختي له خوبه ویښېږی او دغه دول افکار مو ذهن ته راځي: نن دندې ته نه ځې او ډېر نورې ستونزې هم لرې او … تاسو تل یوه محرک ته اړتیا لری. له همدې کلماتو سره جګړه پیل کړی. نن یوه ډېره په زړه پورې ورځ ده. دا هغه ورځ ده چې زما د بریا لپاره پیدا شوې ده. د خپلې راتلونکې لپاره تلوار لرم او نن به له ډېرو ښو پېښو سره مخ شم او ښې لاسته راوړنې به ولرم.
د بریا کلي دلته ده: ورځ مو د ستونزو پر یادونه مه پلوئ. دې ته هم باید په تمه نه وی چې وګوری نننۍ ورځ ښه ده که بده؟ کله چې سهار وختي له خوبه پورته کېږي، په اخبار کې منفي خبرونه مه لولئ او د هوا حالات هم مه ګورئ. فکر وکړی حس مو څه ډول دی، ذهن مو په مثبت او سم لوري متمرکز کړی. نن به ستاسو لپاره یوه ډېره په زړه پورې ورځ وي، خو په دې شرط چې ذهن مو په سم لوري رهبري کړی.
کېدای شي دښمن درته و وایي: نن به څه بده او ناوړه ورځ وي. څومره ډېرې تېروتنې به در څخه وشي. که مو دا ډول فکر وکړ، هغه ده چې هر څه به مو پر وړاندې ودرېږي. کېدای شي هوا خوند درنه کړي، په ښه موټر کې سپاره نه شی، په چوکۍ کې له ښه کس سره برابر نه شی او نورې بدې پېښې. په دې مانا چې ټوله ورځ به مو له خپګان څخه ډکه وي.
هڅه وکړی ذهن مو په سم لوري رهنمایي کړی. زموږ ژوند، زموږ د افکارو زېږنده دی که مو سهار په دې خبرو پیل کړی، چې نن به هېڅ ښه ورځ نه وي او کېدای شې له ګڼو ستونزو سره مخ شم، زه به هېڅکله په قرار نه شم، زه نه شم کولی د ګډ ژوند لپاره مناسب کس پیدا کړم او … نو له دې ښکاري چې د خپل ایمان لوری مو خوشی کړی دی او د شیطان پر لاره تللي یاست.