نن افغان فوټبال لوبډله د بنګله دېش سره لوبیږي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن سې شنبه د بنګله دېش فوټبال ملي لوبډلي سره په تاجکستان کي لوبیږي.
دا لوبه د تاجکستان په دوشنبې ښار کي ماښام ۶:۳۰ بجې پېلیږي.
دا سیالي د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام ته او د ۲۰۲۳م کال د آسیا د ملتونو جام ته د لاري پیداکولو په موخه ترسره کیږي.
افغانستان په دې سیالیو کي په پنځم ګروپ کي د قطر، بنګله دېش، هندوستان او عمان سره یو ځای دئ.
افغانانو خپله لومړۍ لوبه تېره پنجشنبه د قطر هیواد په وړاندي ترسره کړه، چي د یادي لوبډلي څخه ئې ۶ ګولونه پر ۰ سخته ماته وخوړه.
FB_IMG_1568078918725.jpg
په دې ټورنمنټ کي ۴۰ آسیايي هیوادونه په ۸ ګروپونو کښي یو د بل په وړاندي لوبیږي، چي موخه ئې ورڅخه په قطر کي د ۲۰۲۲م کال او ۲۰۲۳م کال د آسیا ملتونو جام ته لاره پيداکول دي.
له یادو ۴۰ ټیمونو څخه بل پړاو ته ۱۲ ټیمونه لاره پيداکوي.
د افغان لوبډلي روزونکي انوش دستګیر ننۍ لوبي ته پرون خبري کنفرانس ورکړ، چي دې لوبي ته ئې پر پوره چمتوالي خبري وکړې.