ځان کم ګڼل؛ لاملونه او حللارې!

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
تر اوسه داسي سوي دي چي د ځان د تشویق له پاره مو خپله شیریني رانیولې وي، سوي دي داسي چي د خپل موقعیت په باره کي مو د نورو نظر په پام کي نه وي نیولی او سوي دي داسي چي د خپلو کوچنیو او لویو بریاوو له پاره، جایزه رانیسئ؟
د ځان په اړه د ښه احساس لرل، له هغو مواردو څخه دي چي ډېری کسان ئې په ژوند کي د ور رسېدو آرزو لري. ځان کم ګڼل یعني دا چي یو نفر ځان د نورو په وړاندي کوچنی احساس کړي او ځان ورته کم و ایسېږي. دغه (ځان کم ګڼل) له واقعیت سره دوندي تړاو نه لري او تر ډېره د ځان په اړه د يوه انسان باور او حس دئ.
اولادونه خپل مور او پلار پیاوړي ګڼي او د هغوی په پرتله ځانونه کمزوري ورته ایسي. په پایله کي کوښښ کوي چي ځانونه پیاوړي وښيي څو کمزوري معلوم نه سي. ټول انسانان په دغه تلاښ کي دي چي بهترین اوسي.
هر څوک غواړي چي په دنیا کي بهترین ځای پیداکړي، په داسي حال کي چي پر ځان کم ایسېدو باندي غلبه هم له اصلي غرایزو څخه شمېرل کېږي. ځیني والدين خپل په خپلو بې ځایو سختګیریو سره  اولادونه په ځان کم باوره او ځان کم ګڼونکي ټولني ته تحويلوي. دغه اولادونه باید د رفتاري له اړخه اصلاح کړل سي او غوره به وي چي يوه متخصص ته مراجعه وکړي.
ځان کم ګڼل شپږ علامې لري:
۱ـ د سختګیرۍ په وړاندي شدید عکس العملونه ښيي.
۲ـ زړه ئې غواړي چي مظلوم معلوم سي.
۳ـ له نورو ځان لېري ښوروي.
۴ـ تملق ته شدیداً مثبت جواب ویل.
۵ـ تېرېدنه او عفوه نه لري.
۶ـ خوښوي چي نور بد ښکاره کړي.
د ځان کم ګڼلو یو شمېر دلایل عبارت دي له:
۱ـ کېدای سي د فرد رشد او د تربیت ډول ته ور وګرځي. ډېری والدین یا هغه کسان چي په یو ډول د کوچني د روزني وظیفه په غاړه لري منفي پیغامونه هغه ته لېږدوي او دغه پیغامونه د هغه په ذهن کي پاته کېږي. مثلاً کوچني ته وايي: پڅ ذهنه!
۲ـ کېدای سي دغه مشکل ئې د والدینو د تملق، کمزورۍ او ځان کم لیدل وي چي اولادونو ته ئې په میراث رسېدلی دئ؛ ځکه چي ثابته سوې ده چي ماشوم دغه ډول کړني له خپل والدینو څخه په ارث وړي، نو شخصیت ئې کمزوری او له ځان سره ښکېلېږي او په ټولنه کي له راڅرګندېدو ئې بد راځي، په پایله کي ځان رټي.
۳ـ سربېره پر دغو کېدای سي د ځان کم ګڼلو دلیل ئې په ژوند کي د مشخص هدف نه لرلو ته ور وګرځي. او دا ددې سبب کېږي چي د نورو رتبو او مقامو ته په داسي نظر وګوري، ګواکي په آسمان کي د ستورو په لاس راوړل دي. دغه ټول دلیلونه او کېدای سي ځیني نور سبب کېږي، چي انسان، د ځان ارزښت، د انسان اوسېدو ارزښت او د وجود ارزښت کښته کړي. د دغه کښته راوستلو پایله په هر شخص کي متفاوته وي.
د ځان کم ګڼلو په مقابل کي باید څه وکړل سي؟
ـ يوه لاره چي کولای سي ستاسي سره مرسته وکړي څو د خپل حقارت له دغه احساسه راووزئ، دغه ده چي د ځان تشویقولو لاري پیداکړئ. دا خورا ډېر خوند کوي چي انسان په ژوند کي په یوه ازموینه کي تر کاميابېدو وروسته د خپل بريالیتوب لومړۍ شیریني خپله وخوري او وروسته ئې نورو ته ورکړي.
ـ د دغه رفتار علت او د پیاوړي کولو لاري چارې پیداکړئ. تمرکز مو څنګه دئ؟ څوک درسره مرسته کوي؟ له سختو کارونو تېښته کوئ؟ څوک مو له لاسه زهیرېږي؟ مثبت کارونه وکړئ.
ـ د ځان کم ګڼلو احساس په خاصو موقعیتونو کي راښکاره کېږي او کېدای سي چي په حساسیت سره دغه اړیکه وشلوي. په دغه کار سره کېدای سي چي له کمزوریو سره و اوسېږو، لکه کله چي مشکل د حلېدو وړ نه وي (چوپ پاتېدل) دغه یوازینۍ حللاره ده. ځیني کمزورۍ د جبران او تلافي وړ دي. دغه کار کوم خاص مهارت نه غواړي، فقط تمرین غواړي.
ـ پر کمزورۍ باندي د غلبې کولو بهترینه لاره، قوي کېدل او پیاوړي کېدل دي. یعني باید نوي کارونه وکړو. مثلاً که د خبرو کولو سره ښه بلد نه ياست کولای سئ چي په زیات کتاب لوستلو، ذهني تمرین کولو او… سره مو مشکل کم کړئ. ځیني وختونه غوره وي چي په بل جهت کي ځانونه پیاوړي کړئ او له دغه مشکل سره هیڅ کار و نه لرئ. کېدای سي هغه کس چي ښه خبري نه سي کولای، وکولای سي یو مشهور ليکوال سي.
ـ ومنئ چي په همدغه قد و قامت سره خوشبخت یاست او حال مو ښه دئ. خپل بدن او وجود ته احترام وکړئ.
ـ په ډېریو مواردو کي یو غلط فکر (لکه بې کسي) اصلي سرچینه وي.
ـ باید د خپل ځان کم لیدني علت پیداکړئ.