ليکنه: صابرحميدي
۸ ورځي مخکي په زابل ولایت کي د ۸ ولایتونو ترمنځ د کرکیټ ولایتي لوبي پیل سوي وې، چي پرون چهارشنبه د هلمند کرکیټ لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پایلوبه پرون د هلمند او پکتیکا ټیمونو ترمنځ ترسره سوه، چي هلمند په پایلوبه کي پکتیکا ټیم مات کړ.
په یاده پایلوبه کی لومړی توپوهنه پکتیکا وکړه، پکتیکا په ټاکلو شل آورونو کي هلمند ته د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.
کله چي د هلمند کرکیټ لوبډله د توپوهني لپاره میدان ته کښته سوه د پکتیکا له لوري ورکړل سوی هدف ئې په ۱۷،۲ آورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
په دې سیالیو کي د هلمند او پکتیکا ټیمونو ترڅنګ زابل الف، کندهار، نیمروز، غزني، پکتیکا او هرات ولایتونو ګډون کړی وو.
دا سیالۍ په دوو الف او ب ګروپونو کي تر سره سوې، چي تر ۸ ورځو سیالیو راورسته زابل الف لوبډلي، د کندهار قریشي اکاډمي لوبډلي، هلمند لوبډلې او پکتیکا یې نیمه پایلوبي ته راووتل،
په لومړی نیمه پایلوبه کې پکتیکا د کندهار لوبډله ماته کړه، ورپسې پرون سهار هلمند لوبډلې زابل الف لوبډلي ته په ماتي ورکولو سره پایلوبي ته راووتل.
د یادو سیالیو غوره توپوهونکی د پکتیکا لوبډلي څخه واحد خان وټاکل سو، هغه په یاد ټورنمنټ کي ۱۷۸ منډي جوړي کړې.
د ټورنمنټ هر اړخېزه لوبغاړی بیا د هلمند څخه فیصل ښایسته وټاکل سو هغه هم په توپ اچونه او هم بیا په توپوهونه کي ښه وځلېد، چي ۱۵۶ ئې منډي او ۱۳ ئې بیا ویکیټي واخیستلې.
د دې سیالیو لیدلو ته د زابل ولایت ځوانانو، مدني فعالانو او ګڼ مینوال ورغلي وه.