ژباړه او را ټولونه: مریم شریفي
کله چې ځوان (دیزني) ته د یوې ورځې پاڼې مسوول مدیر وویل، چې کافي وړتیا نه لري او د نوښت قوه یې کمزورې ده. (لوسیل بال) ته وویل شول، چې د لوبېدو ښه وړتیا نه لري باید په کومه بله دنده پسې وګرځي او (وینسټون چرچل) ښه زده کوونکی ونه بلل شو او د سندهورست نظامي کالج ته د ازموینې پر مهال دوه ځله ناکام شو. په یادو ټولو کسانو کې یو ګډ ټکی دا وه چې پرې سرېښ شوي منفي لېبلونه یې را وشکول او له منځه یې یوړل. ځکه هغه د خپل ځان په اړه له نورو ښه فکر کاوه او ځانونه یې ښه پېژندل. او د لېبلونو برعکس یې ډېر ښه او بریالی ژوند وکړ. نن هم کټ مټ هماغه ډول کار روان دی. خلک پر موږ باندې منفي لېبلونه سرېښوي. خلک وایي، دغه کار کولی شې او دغه کار بیا نه شې کولی. دغه څه لرې، خو دغه څه بیا نه لرې. ډېر کله دغه لېبلونه له هغه سره برابر نه دي، چې خدای پاک زموږ په اړه ویلي دي. خو که موږ د ځان په اړه او د هغه څه په اړه چې خدای پاک زموږ سره وعده کړې ده پوه ونه لرو، په پټو ستروګو د خلکو دا خبرې او پر موږ باندې منفي سرېښېدونکي سټېکرونه منو. له بده مرغه باید و وایم چې که موږ ډېر وخت دغه منفي سټېکرونه د واقعیت په توګه ومنو، په وجود کې مو رېښې ځغلوي او په داسې کسانو بدلېږو، چې لېبلونه وایي نه هغه څه چې خدای پاک وایي.
یو کس مې ولید چې د ښوونځي مشاور یې ورته ویلي، چې د علمي زده کړو په برخه کې چندان وړتیا نه لرې، ښه ده چې له دې پرته پر یوه بل مسلک فکر وکړې. د هغه مشاور په دې کس باندې د لږ وړتیا لرونکي کس یا په بل عبارت د هېڅ وړتیا لرونکي کس سټېکر لګولی و. دې سړي کلونه دغه سټیکر پر خپل ذهن همداسې چشپېدلی ساتلی و او له ځان سره به یې ویل، چې چندان وړتیا نه لرم، زه ډېر هوښیار نه یم او نه شم کولی لوی کارونه تر سره کړم. هغه له ښوونځي وروسته په یوه کوچنۍ فابریکه کې ډېره ټیټه دنده پیل کړه. کټ مټ لکه څه ډول چې ورته ویل شوي و. کلونه وروسته هغې فابریکې سقوط وکړ او دغه کس یوې بلې فابریکې ته د دندې لپاره غوښتنلیک وسپاره. د فابریکې ادارې له نویو کسانو څخه د فکر او نوښت ازموینه واخیسته. پوهېږی ددې کس فکري قوه او نوښت دومره لوړ و چې د ټولو په سر کې راغی او د یوه نابغه په څېر و. د فابریکې څښتن ورته وویل، تا ولې له دومره لوړ فکر سره سره دومره وړې دندې ته اپلای کړی دی؟ پوهېږې ته په تېرو شپېتو کلونو کې د هغه کسانو په سر کې راغلې چې موږ ترې د فکر او نوښت ازموینه اخیستې ده. ته د یوه لوړ او قوي فکر څښتن او د ځانګړي نوښت درلودونکی یې. هماغه و چې د سړي په ذهن کې منفي سنګر مات او له ځان څخه یې هغه سټیکر لرې کړ، چې لږ تر لږه اویا کاله یې له ځان سره لېږدولی و او وروسته یې پاتې کړی و. شرکت یې جوړ کړ او بخي نوي شیان یې بازار ته وړاندې کړل او ددې شرکت ټول واک او اختیار یې په لاس کې واخیست.