په ښځو کې د مئینېدو علمي څېړنه او ارزونه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
که تاسي هم تر اوسه مئین سوي ياست، احتمالاً پوهېږئ چي مئینېدل څوندي یوه متفاوته او متمایزه پروسه ده. د مئینتوب تر شا علم بیا خپله تر مئینتوب لا خورا جالب، په زړه پوري او د پاملرني وړ دئ. پر دې باندي پوهېدل چي ولي مئینېږئ او کومي پېښي کېږي چي مئینېږئ، دا خپله د اعصابو، بیوشمي او ارواپوهني په علومو کي خورا جالب او په زړه پوري تحقیق دئ او د میني او عشق تر شا په تخنیکونو پوهېدل کولای سي چي د هر فرد د اجتماعي او احساسي ژوند د پياوړتیا له پاره خورا ګټور اوسي.
په مینه او عشق کي د کیمیاي نقش/رول
عشق یوازي یو لړ کیمیاوي مواد نه دي، بلکي د مغز کیمیاوي تکانونه په افرادو کي د دغو احساساتو په ښکاره کېدو کي خورا مهم نقش لري. هرکله چي موږ ښه څیزونه حسوو، معمولاً یو شمېر زیات دوپامین پکښي رول لري. دوپامین یوه کیمیاوي ماده ده چي مغز ئې کله چي فرد – نر یا ښځه – د عشق په شمول هر ډول لذت او خوند تجربه کوي، ترشح کوي. دوپامین همدارنګه په وجود کي د تستوسترون د تولید کچه زیاتوي. په بدن کي د همدغه تستوسترون د کچي لوړېدل دي چي سبب کېږي کله چي فرد هغه چا ته ډېر نژدې وي چي مینه ورسره لري، خوله وکړي او په دغو نوو احساساتو کي زیات یا لوړ جنسي میل ولري.
کله چي ښځي مئیني کېږي، د دوئ بدن هم نورپینفرین او فنیل اتیلامین تولیدوي. دغه مواد تمرکز زیاتوي او په فرد کي د خوشحالۍ او رضایت حس رامنځ ته کوي. همدغه وجه ده چي ښځي کله چي مئیني کېږي معمولاً یوازي پر هغه نارينه باندي تمرکز کوي او نور څیزونه صرفنظر کوي. همدغه سبب دئ چي ټول، نر او ښځي، کله چي د یوه تلیفوني پیغام منتظر وي، ذکاوت ئې لوړېږي يا خوب نه ورځي او يآ نه سي کولای چي د بل چا په اړه فکر وکړي.
او وروستنۍ ماده اُکسي توسین ده. اُکسی توسین په مختلفو وختو کي توليدېږي، لکه د ساتېري او جنسي اړیکي پر مهال. دغه ماده د نارینه وو په نسبت په ښځو کي خورا زیاته تولیدېږي. دغه ماده د خلاصېدو (ارګاسم) پر مهال د نارینه وو په بدن کي نه تولیدېږي، بلکي په دغه وخت کي د دوئ په وجود کي د دوپامین سطحه خورا زیاته لوړېږي. همدغه وجه ده چي نارینه یوازي د جنسي اړیکو نیولو په خاطر د هغه فرد عاشقان نه جوړېږي. اُکسی توسین احساسي خنډونه ختموي او سبب کېږي چي افراد د لا زیاتي هوسایني او راحتۍ احساس وکړي. اُکسی توسین په بل کس پوري د عاشقۍ په وخت کي د وابستګۍ حس په موږ کي پیداکوي. داسي چي کله مو معشوق زموږ پر څنګ نه وي، زموږ وجود په کافی اندازه اُکسی توسین نه تولیدوي او په همدغه خاطر لا زیات مقدار غواړو. دغه وجه ده چي حتی ځیني وختونه داسي احساسوو چي د هغه فرد معتادي سوي یوو.
دوپامین، تستوسترون، اُکسی توسین، نورپینفرین او فنیل اتیلامین ټول یوځای له عشقه د ملاتړ له پاره همکاري سره کوي. جنسي خوند او احساسي وابستګي هم همدغه کیمیاوي مواد تولیدوي. دغه کیمیاوي مواد سبب کېږي چي د هغوی سرچینې ته لا زیاته توجه وکړئ او همدارنګه تاسي مجبوروي چي د یادو موادو لا زیاته اندازه وغواړئ. عشق ( او البته جنسي اړیکه) کټ مټ لکه درمل پر مغز باندي کار کوي. خو که پوهېدلاست چي څنګه دغه ټول کیمیاوي مواد د خپلي محبوبي په مغز کي په سم ډول رامنځ ته کړئ، بیا هم ددې له پاره چي هغه پر ځان مئینه کړئ بس او کافي نه دي. ځکه عشق یوازي کیمیا نه ده. د سابقې عملکرد او فردي اولیتونه هم دي.
ارواپوهنه پر کیمیا باندي برتري پیداکوي
یو عمده دلیل ددې له پاره چي نه سو کولای یوازي د مغز له کیمیاوي موادو څخه د یوې نجلۍ د مئینېدو له پاره ورڅخه کار واخلو دا دئ چي ټولي ښځي د یوه کیمیاوي ترکیب په وړاندي یوشان غبرګون نه ښيي. ارواپوهان دغه ته (د وابستګۍ سبک او سټایل) وايي او که دقیقاً د مغز په کیمیاوي موادو کي ورته او مشابه ترکیب ترشح سي بیا هم ستاسي سره د هغې د ارتباطاتو ټاکونکی نه دئ. دا چي تاسي ته سخت علوم (بيولوژي او کیمیا) تاسي ته وایي چي کولای سئ په ځینو کارونو کي دخیل اوسئ، خاص کیمیاوي مواد ترشح کړئ او یو لړ مشخصي پایلي ترلاسه کړئ، خو نرم علوم (ارواپوهنه) وايي چي پېښه په مرابتو تر دغو شخصي او متفاوته ده.
کېدای سي چي د وابستګۍ د سبک عبارت به مو ډېر نه و اورېدلی خو احتمالاً تر یوه بریده ئې په اړه معلومات یا ورسره آشنايي لرئ. مثلاً، آیا تر اوسه درسره داسي سوي دي چي څه موده مو له یوې نجلۍ سره خورا فوق العاده او صمیمي اړیکه پیداسوې وي او بیا تر څو ورځو وروسته هغه درڅخه غیبه سوې وي؟ یا تر دې مهاله له یو چا سره معمولي اړیکه وي او یوناڅاپه ډېره جدی کېږي؟ دغه دوې د متفاوتي وابستګۍ سبکونو دوې نمونې دي. دقیقاً یوشان کارونه (څو ځلي سره ملاقات کول) په دوو کاملاً متفاوتو پایلو (یو درڅخه ځي او بل په تاسو پوري تړل کېږي) تمامېږي.
په ټولییز ډول د وابستګۍ څلور ډولونه دي. له دېو څخه یو ئې خورا زیات مسموم او خطرناک دئ، دوه ډوله ئې ستونزي زېږوونکي دي او څلورم ډول ئې صحیح وابستګي ده. موږ کېدای سي چي د یوې ښځي د وابستګۍ له یوه سبک سره یو ډول او د بلي د هغې سره بل ډول غبرګون وښیو. خو عموماً د وابستګۍ سبک د هر کس په وړاندي فقط یو غبرګون دئ چي د هغه په وړاندي د علاقمندۍ احساس کوو. کله چي د وابستګۍ له بېلابېلو سبکونو سره بلد سواست، بیا نو ستاسي مخکیني او پخواني ارتباطات ستاسي له پاره معنی او مفهوم پیداکوي.
-سالمه او خوندي: دا همغه اړیکه ده چي تاسي پکښي پاتېدل غواړئ. یو ډاډه او مطمئین کس له دې سره چي پر بل چا تکیه وکړي یا بل څوک پر ده/دې تکیه وکړي مشکل نه لري. همدارنګه له یوازیتوبه وېره نه لري. په پایله کي، هغه نجلۍ چي د وابستګۍ سبک ئې طبیعي دئ هیڅکله له سهاره تر ماښامه د خپل کور کلیکن یا پنجرې ته نژدې نه کښېني څو وکولای سي څو دقیقې تاسي وویني. همدارنګه کله چي ستاسي ترمنځ هر څه عاشقانه او رومانتیک کېږي ځان نه کاږي. ددې له پاره چي کېدای سي ډېر وخت ته اړتیا ولري، هیڅکله ستاسي د پاملرني راجذبولو له پاره له ناسمو روشونو څخه کار نه اخلي.
– اندېښمنوونکي یا مضطرب: هغه نجوني چي د وابستګۍ اندېښمنوونکي سبکونه لري پر نفس باور ئې کم دئ او په یوازیتوب کي ځانونه خوندي نه احساسوي. دغه نجوني د صمیمیت مخالفي نه دي خو دوئ د لا زیات صمیمیت غوښتنه کوي چي د یوې سالمي اړیکي له پاره غیر عادي دي. که مو تر اوسه له داسي یوې نجلۍ سره اړیکه پیداسوې وي چي د رابطې له پیله ستاسي سره داسي چلند کوي چي تاسي کوم خاص او جدی فرد ياست، احتمالاً د وابستګۍ له دغه سبک سره آشنايي لرئ. کېدای سي هغه پر تاسو عاشقه نه سي خو ورځ تر بلې ستاسي په وړاندي حساسیت ډېرېږي.
– بې اعتنا یا بې پروا: دغه ډله نجوني اړیکي جوړول نه غواړي ځکه چي یوازیتوب غوره بولي. په همدغه دلیل، هرکله چي د وابستګۍ احساس کوي، د دوئ طبیعي غبرګون دا دئ چي ځي خپلي خوني ته او یوازیتوب غوره کوي. کېدای سي ستاسي احساس ورسره وي خو تر دې ورته مهم دا دي چي زړه ئې نه غواړي چي زړه درسره وتړي. ځکه نو د خپلو احساساتو د سرکوبولو له پاره چي هرڅه ئې په وسه کېږي؛ کوي. کېدای سي تاسي د داسي نجلۍ پر په لاس راوړلو باندي بريالي سئ خو غوره به وي چي تاسي پر داسي کس باندي خپله انرژي مصرف کړئ چي ستاسي سره د میني کولو له پاره لا زیات چمتووالی لري.
– وېرېدونکی: بېرېدونکو کسانو معمولاً په ماشومتوب کي یو ډول روحي شکنجه لیدلې او تجربه کړې ده چي یوازې دوئ د هر ډول وابستګۍ په وړاندي بې علاقې کړي نه دي بل لا سبب سوي دي چي دوئ له وابستګۍ او اړیکي څخه وېره او ترس ولري. هغوی ځانونه ستاسي د میني او محبت وړ نه بولي. حتی کېدای سي چي د دوئ پر وړاندي ستاسي محبت آمېزه انګېزه تر سوال لاندي راولي. دغه کسان باید په یوازیتوب کي پر خپلو ځانو باندي کار وکړي چي د اړیکي پیلولو له پاره لازم احساسي قدرت پیداکړي. تاسي هغوی اصلاح کولای نه سئ او له هغوی سره د اوسېدو څخه هم کوم څه نه در رسېږي.
پام مو وي چي د منځ دوه سبکونه – اندېښمنوونکي او بې اعتنا – کولای سي چي د مطمئین فرد د وابستګۍ سبک عناصر اوسي. مثلاً یوه نجلۍ کېدای سي ډاډمنه اوسي خو تر خپل معمولي حد زیات تاسي ته ځان نژدې کوي یا د خپل فردي استقلالیت په وړاندي تر خپل معمولي حد زیاته په ارزښت قایله ده خو په عین حال کي کولای سي چي په نورو پوري هم وتړله سي. خو د وېرېدونکي وابستګۍ سبک خورا زهرجن دئ. ولي باید وغواړئ چي داسي څوک درباندي عاشق/ه سي چي شک لري چي تاسي له هغه/ې څخه د سوء استفادې او یا ورسره د چم او فریب کولو نیت لرئ؟ درې لومړني موارد کولای سي چي ستاسي عاشقان سي خو څلورم همېشه ستاسي سره خپل واټن ساتي.
که هر څوندي هم د یوې ښځي شیمي (دماغي حالت) هغې ته ووایي چي باید پر تاسي عاشقه سي خو د هغې پر شخصیت باندي غلبه کول چي د وابستګۍ له سبکه ئې څرګندېږي، کېدای سي ستونزمنه وي. له دې ځایه ارواپوهنه پر کیمیا یا شیمي باندي برتري پیداکوي.
علم ستاسي له پاره کومي حللاري لري؟
د وابستګۍ د سبکونو او شیمي په اړه پوهېدل هیڅ ښځه پر تاسي نه عاشقوي. خو دا چي پوه سئ عشق په کوم ترتیب کار کوي کولای سي چي د یوې داسي ښځي د پیداکولو احتمال چي ستاسي له پاره مناسبه وي زیات کړي او ستاسي له پاره یوه پُر مفهومه اړیکه رامنځ ته کړي چي ستاسي دواړو له پاره سالمه او رضایت بخشه وي.
د ژوند د ملګري ساده لمسول او ناز ورکول کولای سي چي تاسي دوه نفره یو او بل ته نژدې کړي. دا چي پوه سئ چي ستاسي دوو کسانو شیمي څه وايي چي څه وکړئ، په ناپوهېدلي ډول ستاسي د منطقي او شعوري ذهن سره مرسته کوي چي د اړیکي جریان چټک کړئ او يا د اړتیا په صورت کي هغه متوقفه کړئ. د ښځو د وابستګۍ له سبکونو خبرېدل ستاسي سره مرسته کوي چي د هغوی اړتیاوي ور پوره کړئ یا پرېکړه وکړئ چي څنګه نجلۍ د ځان له پاره انتخاب کړئ.
د نجونو د مئینتوب اړوند علم یو جادو نه دئ. فقط د هغوی عادتونو، رفتارونو او لومړیتوبونو ته پاملرنه کول دي. مې هېروئ، تاسي نه سئ کولای چي د هغوی په مغز ور ننوزئ او سبب وګرځئ چي هغوی پر تاسي مئیناني سي خو کولای سئ چي د هغوی له پاره د ځان د جذابیت لوړولو په خاطر د هغوی د مغز د کارکردګۍ په باره کي له خپلي پوهي څخه ګټه واخلئ. د کافي وخت او انرژۍ په مصرفولو سره دغه جذابیت کولای سي په عشق تبدیل سي.