ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
تاسي له کومي ډلي خلګو څخه ياست، آیا همېشه له خپل ژونده خوښ او له هري یوې شېبې څخه ئې خوند آخلئ که يا له ژونده خوښ نه ياست او هیله لرئ چي د کوم بل فرد پرځای اوسئ او همېشه له خپل ژونده ګیلې مانې لرئ او خپل ژوند له نورو سره پرتله کوئ؟ که تاسي له دوهمي ډلي کسانو څخه یاست، زموږ دغه مطلب ستاسي له پاره دئ.
د بريالیو کسانو ژوند لیکونه ولولئ
کله چي زده کړئ چي څنګه خپل رفتارونه کنټرول کړئ، په مختلفو شېبو او لحظو کي باید څه ووایاست او چشي وکړئ، په دغسي یوه صورت کي به اغېزناکي او کامیابي اړیکي ولرئ او په پایله کي به ستاسي د شاوخوا خلګ تاسي یو مثبت فکره شخصیت وګڼي. کوښښ وکړئ چي د بريالیو کسانو ژوند لیکونه ولولئ او ووینئ چي څوندي زما و ستا په شان معمولي کسان توانېدلي دي چي په هیلو، اُمیدونو او مثبت فکر کولو سره ئې ناممکن ممکن کړي دي.
له پرتلني او مقایسې څخه لاس واخلئ
ددې له پاره چي یو مثبت فکره کس اوسئ لومړی ټکی دا دئ، چي هیڅکله ځان له نورو سره مقایسه نه کړئ. کله چي تاسي ځان له نورو سره نه مقایسه کوئ د خپلو کارونو او اعمالو په نسبت به غوره او بهتره احساس ولرئ او له خپلو شتو به لا ډېر راضي او خوښ ياست. کله چي مو دا عادت سي چي همېشه نور له ځانو څخه بهتره وګڼئ او پر دغه فکر ونه کړئ چي کېدای سي یوه ورځ به ډېر ښه فکر او ښه موقف لرئ، حتمي به ورځ تر بلي خپل عیب لټونکي کېږئ.
یوازي د نورو مثبت ټکي ووینئ
کېدای سي ستاسي په نظر به دغه جمله ډېره ساده او لومړنۍ اوسي، خو واقعاً تاسي ته سپارښتنه کوو چي کوښښ وکړئ په هر فرد کي یوه مثبته نقطه پیداکړئ، دغه کار ستاسي سره مرسته کوي چي له نورو سره غوره او مثبت رفتار ولرئ.
ضرور نه ده چي ټول دي یو رنګ وي
د خپلي شاوخوا په منفي فکرو کسانو کي په لږ دقت سره متوجه کېږئ چي دغه افراد همېشه فکر کوي چي په دنیا کي د دوئ ژوند عادلانه نه دئ او همېشه تقدیر دوئ ځپلي دي. باید په دغه پوه سئ چي په دنیا کي کله هم هرڅه عادلانه نه دي او نه به هم هیڅکله سي.
مهمه دا نه ده چي ملامت څوک دئ
کله چي همېشه د خپلو مشکلاتو په خاطر، په ملامت و سلامت پسي ګرځئ، نه سئ کولای چي مثبت فکر وکړئ؛ یوازي د خپلو کارونو مسؤلیت ومنئ نه ډېر نه لږ. هیڅکله نور مه رټئ خو اړتیا هم نسته چي د نورو د مشکلاتو پېټی پر خپلو اوږو واخلئ.
د مشکلاتو پر ځای چي چشي غواړئ پر هغه تمرکز وکړئ
که له هغو کسانو څخه ياست چي نه سئ کولای د خپلو مشکلاتو په اړه سمه پرېکړه وکړئ او داسي احساسوئ چي د خپلو مشکلاتو په حلولو کي ګیچ او سربداله سوي ياست تر ټولو دمخه باید له خپل ځان سره صادقه اوسئ او له ځانه وپوښتئ:” له دغه حالته د راوتلو له پاره دي د ځان له پاره چشي کړي دي؟ “ ډېری کسان په دغسي یوه حالت کي نه سي کولای چي خپلي غوښتني او اړتیاوي په ښکاره او صریح ډول واضح کړي او په یوه داسي کس پسې وي چي د دوئ له پاره پرېکړي وکړي.
ډېر مهم ټکی دغه دئ چي له ځانه وپوښتئ:” دقیقاً څه غواړې؟ “ کله چي تاسي پوه سئ په ژوند کي د چشي په لټه کي یاست ډېر په آسانۍ سره کولای سئ چي پر خپلو مشکلاتو باندي کامیاب سئ.
کوښښ وکړئ چي غوره اجتماعي اړیکي ولرئ
کولای سو ووایو چي ځیني کسان په دغه وجهه همېشه عصبي، تروش او منفي فکره وي چي فکر کوي له نړۍ سره ئې اړیکي شلېدلي دي او نه سي کولای چي په ښه ډول د خپلي شاوخوا کسانو سره اړیکي ټینګي کړي. دغه کسان معمولاً په آسانۍ سره پر نورو باندي باور نه کوي او په ورته وخت کي نه سي کولای پوه سي چي ولي نور د دوئ سره مینه نه لري.