راتلونکې پنجشنبه افغان فوټبال لوبډله د قطر سره لوبیږي.

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: صابرحميدي
ټاکل سوې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله راتلونکې پنجشنبه د قطر هیواد د فوټبال ملي لوبډلي سره ولوبیږي.
دا لوبه د قطر هیواد په کوربتوب په دوحې ښار کي د کابل په وخت ماخستن ۹ بجې پېلیږي.
دا سیالۍ د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام ته د لاري پیداکولو په موخه او د ۲۰۲۳م کال د آسیا د ملتونو جام ته د لاري پیداکولو په موخه ترسره کیږي.
افغانستان په دې سیالیو کي په پنځم ګروپ کي د قطر، بنګله دېش، هندوستان او عمان سره یو ځای دئ.
د قطر په وړاندي د راتلونکي پنجشنبې لوبه د افغانستان او قطر لپاره د دې سیالیو لومړۍ لوبه ده.
دې لوبي ته افغان فوټبال فدراسیون لاندي ۲۳ لوبغاړي رابللي:

یاد لوبغاړي د یکشنبې په.ورځ دوحې ته ورسېدل او یادې لوبي ته د چمتوالي په موخه به نن تمرینات پیل کړي.
د ۴۰ آسیايي هیوادونو ترمنځ په قطر کي د ۲۰۲۲م کال او ۲۰۲۳م کال د آسیا ملتونو جام ته د لاري پیداکولو په موخه د فوټبال نړیوال جام ته یوه میاشت مخکي پچه اچونه ترسره سوه، چي افغانستان اي ګروپ کي د سختو سیالانو سره راوتلی.
یادي ۴۰ لوبډلي په ۸ ګروپونو ویشل سوي، چي د یادو ګروپونو څخه ۱۲ ټیمونه بل پړاو ته لاره پیداکوي.
د افغانستان د فوټبال لوبډله به په یاد ټورنمنټ کي خپلي ۸ لوبي په دې تاریخ ترسره کړي:
لومړۍ لوبه د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر میاشتي په ۵مه(راتلونکې پنجشنبه) د قطر په وړاندي.
دوهمه لوبه د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر میاشتي په ۱۰مه نېټه د بنګله دېش په وړاندي.
دریمه لوبه د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر میاشتي په ۱۰مه نېټه د عُمان په وړاندي.
څلورمه لوبه د ۲۰۱۹م کال د نوومبر میاشتي په ۱۴مه نېټه د هند په وړاندي.
پنځمه لوبه د ۲۰۱۹م کال د نوومبر میاشتي په ۱۹مه د قطر په وړاندي.
شپږمه لوبه د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتي په ۲۶مه د بنګله دېش په وړاندي.
اوومه لوبه د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتي په ۳۱مه د عُمان په وړاندي.
او اتمه لوبه بیا د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتي په ۹مه د هند په وړاندي ترسره کړي.