د روسیې په داخلي سیاليو کي یوه افغان د برنزو مډال ګټل

سپینه تجريدي ډیزاین

ليکنه: صابرحميدي
د زیارمل په نوم د ځغاستي یو افغان لوبغاړی د روسیې هیواد د ځغاستي په داخلي لوبه کي ښه ځلېدلی او د برنزو مډال ئې خپل کړ.
د ځغاستي دا لوبه هر کال په روسیه کي په دوو ګټګوریو ماراتن او نیمه ماراتن کي ترسره کیږي، چي دا کال هم په یادو دوو کټګوریو کي ترسره سوه.
ماراتن ۴۲ کیلومتره او نیمه ماراتن بیا ۲۱ کیلو متره ځغاسته ده.

زیارمل په دواړو کټګوریو کي ولوبېد، چي د ښه ځلېدو له امله ئې د برنزو مډال خپل کړ.
تر دې مخکي هم د روسیې هیواد د آزادۍ په ویاړ د ځغاستي یوه لوبه ترسره سوې وه، چي یاد افغان لوبغاړي پکښي د برنزو مډال ګټلی وو.

ویل کیږي، چي زیارمل د افغانستان په لغمان ولایت کي زېږېدلی او اوس په روسیه کي درې کاله کیږي، چي په تحصیلي دوره اخته دئ.
هغه اوس د ۲۸ کالو دئ.
یاد افغان د زده کړو ترڅنګ هلته روسیه کي د ځغاستي په لوبه بوخت دئ.
د زیارمل هیله داده، چي د ماراتن په برخه کي د افغانستان د ځغاستي ملي لوبډلي لوبغاړی سي.