ژباړه: مریم شریفي
دا چې یو ځل ستاسو په اړه یو چا منفي خبره وکړه هغه باید هرو مرو په حقیقت بدله شي؟ تاسو باید دا قدرت او وړتیا ولری چې پر تاسو لګېدلي منفي لېبلونه له منځه یوسی. زما پلار هم له عین برخلک سره مخ وه. خو په یوه حذف بټن کېکاږلو سره یې ژوند داسې بدل شو چې ان په اړه فکر هم نه و کړی.
ته هېڅکله نه روغېږې. دا یوه وژونکې ناروغي ده. دا هغه لېبل دی چې زما پر مور هم وهل شوی و، خو مور مې جرات وکړ او له ځانه یې لرې کړ. پوهېږی له هغه وروسته یې پوره ۳۵ کاله، سالم، قوي او خوښ ژوند وکړ.
تاسو د یوه داسې خدای بنده ګان یاست چې ډېر لوی دی. هغه له تاسو سره داسې مرسته کولی شي، چې د نړۍ هېڅ ډاکټر یې له تاسو سره نه شي کولی. خدای پاک ستاسو په اړه هغه خبرې نه ریښتیا کوي چې خلک یې وایي. خدای پاک تل زموږ پر سر حاضر دی، ننداره کوي او مرسته کوي چې څه ډول موږ خپلو هیلو ته ورسوي. خدای پاک له هماغه اوله په دې پوهېږي چې ستاسو راتلونکې به څه وي. خدای پاک ستاسو د هغه ستونزو لپاره هم د حل لار لري چې لا تر اوسه نه یاست ور سره مخ شوي. بېشکه چې خدای پاک په هر څه عالم او پوه ده.
خلک هڅه کوي په خپلو منفي لېبلونو سره تاسو لاندې خواته را کش کړي. خو ددې پر ځای چې ځان د هغوی په لومه کې را ګیر کړی، ښه ده چې د خدای پاک له هغه وعدو سره ځان همغږی کړی، چې در سره کړې یې دي. خدای پاک به له تاسو سره په پرمختګ کې مرسته وکړي. او داسې لوړو پوړونو ته به مو ورسوي، چې یوازې نه شی ورتلی. لازمه نه ده چې په هر څه پوه شی. خدای پاک یوازې درڅخه غواړي چې پر وحدانیت یې باور وکړی. کله چې پر خدای پاک باور وکړی هر څه ممکن کېدای شي. خدای پاک مو بریالي کوي. مه پرېږدی چې د خلکو منفي افکار مو ښکته را کش کړي.
کیدای شي خلک درته و وایي: ته یې وړتیا نه لرې او تاسو ډېرې تېروتنې لری. که د هغوی دا منفي لېبلونه پر ځان ولګوي، نو له هغه پرمختګ او د ژوند له ښکلاو به بې برخې وی، چې خدای پاک تاسو ته په نظر کې نیولي دی. خدای پاک فرمایي: زما مهرباني او لطف ستاسو تر هرې تېرونې لوی دي. خدای پاک فرمایي: له تېرونې سره سره زه له تاسو سره ستاسو په پرمختګ کې مرسته کوم. خدای پاک فرمایي: زه تاسو ته د ایرو په منځ کې هم ښکلا درکوم. خدای پاک فرمایي: هغه ظلم چې ستاسو په حق کې شوی دی، اجر یې دوه برابره درکوم. که خدای پاک په راتلونکې کې ستاسو لپاره نورې بریاوې په پام کې نه وای نیولې، نو د څه لپاره یې ژوندي ساتلي یاست.
نو له دومره ډېرو وعدو سره سره بیا ولې له ځانه د منفي افکارو لېبلونه له ځان څخه نه شی لرې کولی. د ماتې لېبلونه مو له ځانه لرې کړئ او پر ځای یې مثبت او هیله بښوونکي لېبلونه ولګوی: ایمان، روغتیا، بریا، راتلونکې او …