څنګه روغ او سالم کاري چاپېریال ولرو؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: عطا محمد میاخېل
بوخت او دنده لرونکي کسان د ورځې ډېری ساعتونه په خپل کار ځای کې تېروي، چې د دوی په دنده پورې تړاو لري، چې په دې دوران کې ځینې خطرونه د دوی روغتیا ګواښي.
په داسې حال کې، چې ځینې کسان په فزیکي دنده کې له فعالیت څخه د جسمي زیان د احتمال په دلیل، ډډه کوي، خو په ورځ کې د ۸ ساعتونو په موخه د مېز تر شا کېناستل به مناسبه ځای ناستې ټاکنه نه وي، که څه هم کولای شو د کاري چاپېریال فزیکي شرایطو ته په داسې بڼه بدلون ورکړو، ترڅو د روغتیا لپاره مو ډېر کم خطر ولري.
مډیکل ډیلي وېب سایټ د دې موخې لپاره، ځینو اړینو ټکو ته اشاره کړې ده، چې لاندې پرې رڼا اچول کېږي:
۱ ـــ د کار ځای د هوا پاکونه
د کار ځای فضا کولای شي، په فرد کې د بېلابېلو حساسیتونو د رامنځته کېدو لامل وي. حتا په ککړه هوا کې له عیني او جسمي نښو نښانو پرته، د مغز په ځواک باندې منفي اغېزه کوي.
۲ ـــ له ولاړو مېزونو څخه ګټه اخیستنه
افرادو ته سپارښتنه کېږي، چې د امکان په صورت کې، له ولاړو کاري مېزونو څخه ګټه واخلي، ترڅو وکولای شي، د ورځې په اوږدو کې، ډېر حرکت ولري او ډېر کم ناستي ته اړ شي.
۳ ـــ په مېز باندې د اوبو بوتل ایښودل
د اوبو څښل نه یوازې د پوستکي له روغ ساتلو سره مرسته کوي، بلکې په توده او وچه آب و هوا کې، له سر خوږي څخه مخنیوی کوي.
۴ ـــ کړکۍ ته نږدې د کاري مېز ایښودل  
څېړنې څرګندوي، هغه کسان چې په کاري چاپېریال کې یې کړکۍ شتون لري، له جسمي پلوه فعال انسانان او د خوب له غوره کیفیت څخه برخمن دي. دغه راز د طبیعي رڼا په وړاندې مېشتېدل د اروایي فشار (سټرس) کچه راټیټوي او مرسته کوي، چې د بدن غړي سمې کړنې ولري.
۵ ـــ درملیز بوی
افرادو ته سپارښتنه کېږي، چې د هوا او شمعې له خوشبوی کوونکو څخه، چې په کاري فضا کې غیر طبیعي بوی خپروي، ګټه وانخلي، ځکه چې کولای شي، تحریک کوونکي کېمیاوي مواد خپاره کړي، خو له بلې خوا سپارښتنه کېږي، چې د مرکباتو له بوی څخه د پورته یاد شویو مواد د ځای ناستي په توګه ګټه واخلئ.
۶ ـــ په مېز باندې سمو او روغو څیزونو ایښودل
د کار پوهانو په وینا افراد باید په مېز باندې د ناسمو خوړنیزو توکو له ایښودلو څخه ډډه وکړي او د تازه او وچو مېوو او دغه راز د سبزیجاتو مصرف ته دې مخه کړي.
۷ ـــ د ازګارتیا پرمهال قدم وهل
د ورځې په اوږدو کې او یا هم د کاري ساعت له پای ته رسېدو وروسته، قدم وهل او پلی مزل مه هېروئ. په اوونۍ کې  درې ورځې، د پنځه تر لسو دقیقو پورې پلی مزل کول، د بدن مېتابولېزم پیاوړی کوي.
۸ ـــ په کاري مېز باندې د ګلدانۍ ایښودل
څېړنې څرګندوي، په کاري فضا کې له ګل او ګیاه څخه ګټه اخیستنه، ۳۸ سلنه د افرادو ګټور توب او اغېزمنتوب زیاتوي.