لیکنه : عبدالله عادل
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي نوي لوبډلمشر راشدخان تېره ورځ جمعه ویلي چي لوبډلي یې د بنګلدېش خلاف یواځنۍ ټسټ لوبي ته چمتوالی نیولی.
د افغانستان لوبډله پرون جمعه ډهاکې ته ورسېده او تر هغه یو ساعت وروسته چیتاګونګ ته ولاړه تر څو د سپټمبر پر پنځمه د پيلېدونکي ټسټ لوبي وړاندي ځانونه د یادي سیمي له اب و هوا سره بلد کړي.
افغانستان کرکټ بورډ په وروستیو کي راشدخان د افغان لوبډلي د دریو واړو کرکټ بڼو لوبډلمشر وټاکه.
راشد خان تېره ورځ ډهاکې ته د رسېدو سره سم د خبریالانو سره په خبرو کي ویلي :
”لوبډله کي د لوبډلمشرۍ په رول خوشحاله یم . او زه به خپله پوره هڅه کوم چي مثبت و اوسم او د لوبي خوند واخلم. “
افغانستان تقریباً نوی ټسټ کرکټ ته داخل سوی . افغانستان یوازي دوې ټسټ لوبي ترسره کړي چي لومړۍ ټسټ لوبه کي یې د هند څخه سخته ماته منلې او خپله دوهمه ټسټ لوبه یې د ایرلینډ څخه ګټلې.
راشد په خپلو خبرو کي ویلي:
”دا یو سخت فارمټ دی او ته باید یو بېل فکر ورته ولرې.ته ډېر وخت لرې په حقیقت کي په ټسټ کرکټ کي ډېر پریشر یا تاثیر سته او موږ ورته چمتو یو. “
”موږ ورته فکر اماده ګي لرو او موږ پر دې کار کړی چي څنګه څلور ورځي ، پنځه ورځي کرکټ وکړو . موږ دلته له راتګ وړاندي ښه چمتوالی نیولی ، ان شاء الله موږ به خپله پوره هڅه وکړو چي مثبت څه وړاندي کړو او ښه لوبه وکړو. “
راشدخان ویلي چي لوبډله یې د مقابلي لوبډلي د ستروالي څخه خبره ده او د هغه په فکر چي پر خپله خاوره به ورته ماته ورکوي، بنګلدېش په نړیوال جام کي ښه ولوبېد خو بیا هم هلته یې د لسو لوبډلو تر منځ اتم ځای خپل کړ.
د افغان لوبډلي دغه ځوان لوبډلمشر ویلي:
”دوی ښه لوبه کوي په خاص ډول په نړیوال جام کي دوی ډېر ښه وه ، ددوی کرکټ ورځ په ورځ پرمختګ کوي او د یوې لوبډلي په توګه موږ باید دا څه مثبت واخلو. موږ د هري لوبډلي په وړاندي ښه چمتوالی نیولی او دا به زموږ لپاره یو ښه سریز وي. “
افغانستان به بنګلدېش ته خپل لوبیز سفر تر ټسټ لوبي وړاندي په یو دوه ورځنۍ تمریناتي لوبي سره پيل کړي او تر هغه وروسته به درې اړ خیزه سریز هم ترسره کړي چي دریمه لوبډله به یې زیمبابوې واوسي.