لیکنه: بهار سمسور
د ویسټینډیز هېواد کریکټ لوبغاړی سکېل رایټ په ۸۵ کلنۍ کې له کریکټ لوبې سره مخه ښه کوي،چې نیمه پیړۍ مخکې یې کریکټ لوبه پیل کړې وه.
نوموړي تېره ورځ اعلان وکړ،چې د عمر په زیاتیدو سره یې نور قوت بایللی او د کریکټ لوبې جذبه یې یوازې په دماغ کې پاتې ده او جسمي حالت یې نور د دې اجازه نه ورکوي،څو د نړۍ دا خوندوره لوبه ولوبوي.سکېل رایټ دمګړۍ ۸۵ کلن دی، خو د کریکټ د تاریخ د زیات عمر کریکټ کریر یې ثبت کړ،چې کم و زیات ۶۰ کاله کریکټ یې وکړ.
نوموړی د ویسټینډیز په جامیکا سیمه کې زیږیدلی چې له هغې وروسته یې په ۱۹۵۹ کې انګلستان ته کډه یوړه او بېرته برباډوس ته ولاړ او اوس همدلته د ژوند شیبې تېروي.سکېل رایټ له ویو ریچارډ،ګیري سوبرز،فرانک ورل او جول ګرنر سره یو ځای کریکټ کاو،چې اوس یې دغه لوبغاړي اکثریت تر خاورو لاندې دي،خو سکېل رایټ د عمر ۸۵ کال کې قرار لري.
نوموړي په ۱۹۷۰/۸۰ کلونو کې کریکټ کړی، چې د شپیته کلن کریکټ سفر په لړ کې یې ۷۰۰۰ لوبغاړي سوځولي او دا د کریکټ د تاریخ زیاتې ویکټې دي،خو باید وویل شي، چې د نوموړي اووه زره ویکټې له عادي کریکټ بیا تر نړیوالو لوبو حساب شوي دي.
سکېل رایټ ډایلي میرر ورځ پاڼې ته ویلي:
“دا چې زه تر ننه یو ښه لوبغاړی پاتې شوم، علت یې دا دی چې مې مناسب خواړه خوړل،بیخي کم څښاک مې کاو او هم دا چې ځان مې فېټ ساتلی و.زه د تلویزیون په کتلو وخت نه ضایع کوم،د دې پر ځای مې قدم وهل عادت ګرځولی او زیاتره وخت باندې قدم وهم.”
۸۵ کلن ویسټینډیزۍ پخوانی چټک توپ اچونکی سکېل رایټ،چې تر پرونه یې د نورو ځوانو چټکو توپ اچونکو په شان توپ اچونې ته منډه کولی شوه او په غښتلي هوډ به یې لوبه کوله، اونۍ وروسته د راتلونکي میاشتې په اووم تاریخ به له کریکټ سره د تل لپاره رخصت واخلي.