لیکنه:بهار سمسور
د جنوبي افریقا کریکټ ملي لوبډله د هند سفر لپاره په تیاریو بوخته ده،چرته به چې له کوربه هندۍ کریکټ ملي لوبډلې سره درۍ شل اوریزه او ورپسې ټېسټ لوبې ولري.
هندي کریکټ بورډ پرون ناوخته د درۍ شل اوریزه لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه،چې لوبډلمشر ویرات کوهلي به بیا هم د لوبډلې مشري پر غاړه ولري.روهیت شرما د نوموړي مرستیال دی او دهوان د روهیت شرما د پیلیزې لوبې ملګری دی.
د دې تر څنګ هارډېک پنډیا او کرنال پنډیا ورسره ډیپاک چاهر او راهل چاهر هم دا چې کیل راهل او لوبډلمشر ویرات کوهلي هغه وروڼه دي چې په دې لوبډله کې به سره یو ځای ولوبیږي.
په لوبډله کې:
ویرات کوهلي،روهیت شرما،کیل راهل،شکردهوان،مانیش پانډې،شریس ایر،ویکټ ساتونکی ریشاب پانټ،هارډېک پنډیا،کرنال پنډیا،راوندرا جدیجا،واشینګټن سوندر،راهل چاهر،ډیپاک چاهر،خلیل احمد او ناودیپ سایني شامل دي.
اېم اېس دوني چې له کشمیر، پوځي مېشن بېرته د کریکټ میدان ته راګرځیدلی په دې لوبو کې ورته چانس نه دی ورکړل شوی.
د هند او صوت افریقا تر منځ د شل اوریزه لوبو لومړۍ هغه په دهرامسالا کې د سیپتمبر په ۱۵،دوهمه یې په ۱۸ او دریمه لوبه بیا په ۲۲ د سیپتمبر په چندیګاړ او بینګلور کې کیږي،خو د دریو ټېسټ لوبو لړۍ به د اکتوبر په دوهمه پیل شي،چې د لوبډلې اعلان ته یې لا وخت شته.