
ليکنه: مدثر دعوت
افغان کريکټ لوبډله تر يوې اونۍ تمريناتو وروسته نن بنګلديش ته ورسيده.
خو بنګلديش د افغان لوبډلي د ورتګ سره سم د يوازنۍ ټيسټ لوبي لپاره لوبډله اعلان کړه.
بنګلديش ۱۵ کسيزه سکواډ پداسي حال کي اعلان کړ چي د مصطفيض الرحمن او تميم اقبال نوم نه پکښې ليدل کيږي.
د شکيب الحسن په لوبډلمشرۍ د بنګلديش سکواډ:
شکيب الحسن،سمايا سرکار،مشفيق الرحيم،شادمن اسلام،مومن الحق،ليټن کمار ډاس،محمدالله،ميتون،تاج الاسلام،مهدي حسن ميراز،مصدق حسين،نعيم حسن،ابوجايد،تسکين احمد او عبادت حسين.
د افغانستان کريکټ بورډ د غوراوي کميټې ۲ اونۍ وړاندي د راشدخان په لوبډلمشرۍ د ټيسټ او شل اووريزو لوبو لپاره سکواډونه اعلان کړي وه.
د بنګله دېش په وړاندي د یوازنۍ ټيسټ لوبي لپاره سکواډ:
احسان الله جنت، جاويد احمدي، ابراهيم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، اصغر افغان، اکرام علي خېل، راشد خان (لوبډلمشر)، محمد نبي، قیس احمد، سيد احمد شېرزاد، يمين احمدزی، ظاهر خان پکتين، افسر ځاځی او شاپور ځدراڼ.
افغان کريکټ ملي لوبډله د بنګلدیش سره يوازنۍ ټیسټ لوبه د سپټمبر مياشتي په ۵مه د راتلونکي پنجشنبې په ورځ پيلوي چي تر ۹مي نيټې پوري به دوام وکړي او همدارنګه د زیمابوې او بنګلديش سره د ۳ اړخيزه شل اووريزو لوبو لړۍ د همدې مياشتي په ۱۳مه پيلوي چي تر ۲۴مي نيټې به دوام وکړي.