په پاکستان کې د سندرو ویلو وروسته لا هم هندیان مشهور سندرغاړي میکا سنګ ته په غوسه دي.
په یوه تازه اقدام کې دا ځل سلمان خان کې د میکا سنګ سره خپل هغه کنسرت لغوه کړی چې ټاکل شوې وه په امریکا کې یې په شریکه نندارې ته وړاندې کړي.
د کشمیر پر سر د پاکستان او هند د را ولاړ شوي جنجال وروسته یې د نورو برخو تر څنګ یو ځل بیا دواړو هېوادونو زیان یې سینما او هنر ته رسېدلی.
هند یې فلم لوبغاړي پر هندي فلمونو بند کړل او پاکستان یې بیا نه یوازې فلمونو لېدل د خپل هېواد په سینماګانو بند کړل بلکې هغه اعلانات یې هم پر خپلو ټلویزیونونو بند کړل چې هندي اداکارانو په کې کار کړی و.
پر کشمیر جنجال کې د نورو خلکو تر څنګ د بالیوډ ستورو هم خپل برخه اخیستې او خاموش نه دي پاتي شوي.
په بالیوډ کې په باچا مشهور ستوری شاه رخ هم د پاکستان خلاف فلم جوړوي او د فلم هلک به یې عمران هاشمي وي.
خو دا ځل سلمان خان هم د هندیانو د خوښۍ لپاره د هغه سندرغاړي سره خپل کنسرت لغوه کړ چې په پاکستان کې یې سندرې ویلې وې.
د هر کال په څېر سږ کال هم سلمان خان د امریکا په مختلفو ښارونو کې د اګسټ د میاشتې په ۲۵ سفر کوي او ورسره به میکا سنګ هم په دغه سفر کې ملګری و او هلته به یې جوړه پروګرام نندارې ته وړاندې کاوه.
خو پاکستان کې له سندرو ویلو وروسته میکا سنګ سره سلمان خان خپل دغه ننداره لغوه کړې.
بل لورته:
د انډیا سینما د تنظیم یوه فیدراسیون(ایف ډبلیو آی سي ای) میکا سنګ منعه کړی چې نه شي کولی له هېواد بهر سندرې ووایي او د سلمان خان دغه پروګرام ته په کتلو سره یې یې اخطاریه هم خپره کړې وه چې که هر چا د میکا سنګ سره پروګرام ورکړ نو له ورته بندیز سره به مخ شي.
سلمان خان ته نژدې سرچینو هم د دغه پروګرام د لغوه کېدو تائید کړی او ویلي یې دي د سلمان خان لپاره اړینه وه چې د میکا سنګ څخه فاصله واخلي.
د دوی په خبره چې نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ په ښو ترینګلو اړیکو کې بیاهم پاکستان ته لاړ او هلته یې سندرې ویلي دي.