سریلانکايي اجنټا مینډیس له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه : عبدالله عادل
د کرکټ له نړۍ سره یو بل پياوړي توپ اچونکي هم خپل بریالی سفر پای ته ورساوه دا ځل د سریلانکا ملي لوبډلي پياوړي او خطرناک ورو توپ اچونکي اجنټا مینډیس د نړیوال کرکټ له ټولو بڼو سره مخه ښه وکړه. ۳۴ کلن مینډیس خپله وروستۍ لوبه په ۲۰۱۵ کال کي د نیوزیلنډ خلاف ترسره کړه.
مینډیس د سریلانکا لپاره په ۱۹ ټسټ لوبو کي ۷۰ ویکټي ، په ۸۷ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کي ۱۵۲ ویکټي او په ۳۹ شل اوریزو لوبو کي یې ۶۶ ویکټي ترلاسه کړي وې.
هغه د ۲۰۰۸ کال په اپرېل میاشت کي د سریلانکا ملي لوبډلي ته راغلی او په همدې میاشت کي یې خپله لومړۍ لوبه د ویسټ انډيز پر وړاندي ترسره کړه او یاده لوبه کي د ۳۹ منډو په بدل کي درې ویکټي ترلاسه کړې او تر هغه وروسته په اسیا کپ کي مینډیس خپل هنر وښود په څلورو لوبو کي يې د ۱۱ ویکټو ترلاسه کولو وروسته د هند لوبډله په پایلوبه کي له ماتي سره مخ کړه پدغه مهمه لوبه کي مینډیس د ۱۳ منډو په بدل کي شپږ ویکټي ترلاسه کړې او سریلانکا دغه لوبه د ۱۰۰ منډو په توپیر سره وګټل. هغه ډېر ژر پر مختګ وکړ تر دې چي نوموړي په ۱۹ یو ورځنیو لوبو کي پنځوس ویکټي ترلاسه کړې چي دا تر اوسه یو ریکارډ پاته دی او هغه اوس هم تر ټولو چټک لوبغاړی دی چي یوازي په ۱۹ یو ورځنیو لوبو کي یې پنځوس ویکټي ترلاسه کړي.
وروسته مینډیس ټسټ کرکټ ته راستون سو او د ۲۰۰۸ کال په جولای کي یې د هند خلاف ټسټ لوبه ترسره کړه او په ټولټال دریو لوبو کي يې ۲۶ ویکټي ترلاسه کړې .
د مینډیس د بال انداز هغه ته ددې اجازه ورکول چي توپ دواړو خواوو ته تاو کړي چي عموما دا ډول توپونه په شل اوریزه کرکټ کي ګټور ثابتېدلی سي . همدا وو چي نوموړي د ۲۰۱۲ کال په نړیوالو شل اوریزو سېالیو کي د زیمبابوې خلاف د اتو منډو په ورکولو سره شپږ ویکټي ترلاسه کړې چي دا د شل اوریزو لوبو تر ټولو غوره توپ اچونه ده او بل ځل یې په ۲۰۱۱ کال کي د اسټرالیا خلاف په شل اوریزه لوبه کي د ۱۶ منډو په ورکولو سره شپږ لوبغاړي وسوځول.
د کرکټ په نړۍ کي په تېرو پنځو کلنو کي پرلپسې ټپونو او په وروستیو کي د سریلانکا د غوراوي کمېټې نه پاملرني هغه دې ته مجبور کړ چي نور له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړي.
په وروستیو کلنو کي اجنټا مینډیس د سریلانکا په کورنیو سېالیو کي د پولیس سپورټ لوبډلي لوبډلمشري کول چیري چي یې ځان د توپ وهونکي الرانډر په حیث معرفي کاوه او همداسي وه ځکه نوموړي په خپلو اته فرسټ کلاس انننګزو کي څلور پنځوسیزي جوړي کړي.