د ورزشي خبريالانو اسيايي کانګرس پایته ورسيدی.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ليکنه: مدثر دعوت
د ورزشي خبريالانو اسيايي کانګرس د افغانستان د ورزشي خبريالانو په لاسته راوړونو پايته ورسيدی.
د ورزشي خبريالانو ۲۲م اسيايي کانګرس چي د ماليزیا به سیلنګور ايالت کې تر سره سو چي د ټولو غړو له خوا د ورزش او ورزشي خبريالۍ د پرمختګ په موخه د غوره پلانونو او برنامو په وېش پای ته ورسېد.
پدې کانګرس کي د افغانستان د ورزشي خبريالانو رئيس سايرځلاند هم برخه اخيستې وه.
received 8897376447379658308186823286042458 د ورزشي خبريالانو اسيايي کانګرس پایته ورسيدی.ځلاند د ټولو غړيو هيوادونو څخه د روزنيزو ورکشاپونو او د ورزشي خبريالانو لپاره د هرډول امکاناتو غوښتني وکړې او ژمني يې ترلاسه کړې.
د ټولو هيوادونو د مسئولينو سره په جلاجلا ناستو کي سائر ځلاند په دې واتونيدی چي د کوېت، قطر، هنکانګ، هندوستان او پاکستان هېوادونه دا ومني ترڅو په راتلونکي ۲۰۲۰ کال کې په هر ورکشاپ کې افغان خبريالانو ته د ګډون زمينه برابره کړي ،او دنورو پاته هيوادونو سره تر يواندازې مثبتي پايلي ته رسيدلی دی.
received 25125569354495491411847535005389926 د ورزشي خبريالانو اسيايي کانګرس پایته ورسيدی.په ۲۲م اسيايي کانګرس کي د افغانستان د ورزشي خبريالانو د فدراسيون کارونه بريالي اعلان سوه او د لا همکاريو او ملاتړ ژمنه يې وکړه.