ليکنه: حامد مشواڼی
په نړۍ کې د ټيکنالوجۍ پرمختګ ورځ په ورځ د ژوند ټولې چارې اسانوي. د ټيکنالوجۍ له پرمختګ سره د علم حاصلولو او زده کړې ډېرې چارې هم اسانېږي. زمونږ په پېړۍ کې د انټرنيټ اختراع د بشر له مهمو اختراعاتو څخه وه چې نړۍ ته يې حيرانوونکی پرمختګ وروباښه. انټرنيټ د ژوند په هره برخه کې کارول کېږي. په پرمختللو هېوادونو کې تقريبًا د ژوند زياتره چارې اوس د انټرنيټ له ليارې پر مخ بيول کېږي. له څېړنې او انلاين دندو څخه تر سودا اخېستلو او د کور تر ادرس پيدا کولو پورې ټول اوس د انټرنيټ کار دی.
په نړۍ کې د نورو برخو تر څنګ زده کړه هغه برخه ده چې انټرنيټ په کې ډېرې اسانتياوې راوستې دي او زده کوونکو ته يې ډېر چانسونه په لاس ورکړي دي. محصلين/زده کوونکي له انټرنيټ څخه د زده کړې په مختلفو ډګرونو کې ګټه اخلي. له انلاين درسونو نيولې بيا تر انلاين داخلې، څېړنې، ايميلونو لېږل رالېږل، فيس تحويلول، دندو ته عريضه کول، اسناد ساتل او داسې نور ډېر… کارونه انټرنيټ په ډېره اسانه توګه کوي.
زمونږ هېواد وروسته پاتې هېواد دی. دلته انټرنيټ شته خو دلته انټرنيټ يوازې د ساتېرۍ يوه وسيله ده. دلته له انټرنيټ څخه تر ډېره منفي استفاده کېږي او د زده کوونکو/محصلينو لپاره د زده کړو په بهير کې د يو مرستندوی پر ځای يوازې د يو خنډ په توګه تعريفېږي. زه غواړم چې په ځينو هغه مواردو وغږېږم چې مونږ هم کولای شو په دې وروسته پاتې ټولنه کې له انټرنيټ څخه څه ډول مثبته ګټه واخلو او د خپلو زده کړو په بهير کې له ځان سره ډېره مرسته وکړو. لاندې په ځينو هغه مواردو غږېږو چې انټرنيټ په کې له موږ سره هم ډېره مرسته کولای شي.
۱.په علمي څېړنو کې د انټرنيټ کارول:
علمي څېړنې د محصل د ژوند مهمه برخه ده. په اوسنۍ نړۍ کې محصلين يوازې د ټولګي دننه د استاذ پر ليکچر بسنه نه کوي؛ بلکې استاذ يوازې د يو لارښود په توګه لاره ښايي او بيا محصلين هماغه لاره نيسي او مخکې ځي. کله چې موږ وغواړو په يوه سوژه باندې علمي څېړنه وکړو نو موږ ته د سرچينو/ماخذونو پيدا کول ډېر ستونزمن وي ځکه چې زمونږ په هېواد کې د معياري کتابونو د کمي تر څنګ نورې ډېرې ګڼې ستونزې هم شته چې دلته يې له ذکر کولو څخه تېرېږو. نو په داسې حالت کې انټرنيټ له موږ سره اعظمي مرسته کولای شي. په انټرنيټ کې موږ د هرې موضوع اړوند معلومات پيدا کولای شو. په انټرنيټ کې د هرې موضوع اړوند ليکنې، څېړنې، ويډيوګانې، ليکچرې او ډاکومنټريانې موجودې وي چې له موږ سره په علمي څېړنه کې ډېره مرسته کولای شي. د علمي څېړنو لپاره د انټرنيټ کارول يوه بله ګټه هم لري؛ هغه دا چې د انټرنيټ معلومات تر ډېره اپډيټ/نوي وي.
۲-د محصلينو/زده کوونکو لپاره د فيسبوک استعمالول:
فيسبوک يوازې د بېځايه پوسټونو، عکسونو اپلوډ کولو، لايک او کمينټ ځای نه دی. له فيسبوک څخه هم په خپلو زده کړو کې اعظمي استفاده کولای شئ. تاسې کولای شئ په فيسبوک کې علمي څېرې فالو کړئ، د هغو ليکنې ولولئ او ګټه ترې واخلئ. په فيسبوک کې د هر مسلک اړوند پاڼې شته دي، تاسې کولای شئ د خپل مسلک اړوند پاڼې فالو/لايک کړئ او له اپډيټ معلوماتو څخه يې استفاده وکړئ. همدارنګه د فيسبوک له ليارې کولای شئ له مشهورو علمي څېرو سره په اړيکه کې شئ او د هغوی له معلوماتو څخه ګټمن شئ. د فيسبوک له ليارې له خپلو ټولګيوالو سره هم يو ځای کېدای شئ او د خپلو ستونزو په اړه له يو بل سره غږېدای شئ. تاسې کولای شئ چې په فيسبوک کې له خپلو ټولګيوالو او استاذانو سره د فيسبوک ګروپ يا هم د مسنجر ګروپ له ليارې په هر ځای کې له خپلو ټولګيوالو سره اوسئ او خپلې ستونزې او مشورې له يو بل سره شريکې کړئ. تاسو کولای شئ چې په دې ګروپونو کې هغه استاذان هم اډ کړئ چې فيسبوک استعمالوي او له ټولګي څخه بېرون هر وخت په هر ځای کې چې يئ، ترې پوښتنه وکړئ.
۳-د معلوماتو او اسنادو ساتل:
تاسې کولای شئ د Google Drive, One Drive, Drop Box او ځينې نورو پروګرامونو په مرسته په انټرنيټ کې خپل تحصيلي اسناد، چپټرنوټونه، څېړنې، انځورونه، کتابونه، سوانح او نور شيان په مصؤن ډول خوندي کړئ او هر وخت او په هر ځای کې ورته لاسرسی ولرئ.